د نېټن یاهو دفتر وايي د ډزبندۍ په وړمبي پړاو کې به مصر سره د رفح د سرحدي لارې واک اختیار د اسرایل سره وي

د کال ۲۰۲۴ د سېپټمبر د میاشت په دې تصویر کې د رفح په سرحدي لار د ټرکونو قطار لیدل کېږي

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ په وړمبۍ مرحله کې به د مصر او د غزه ترمنځ د رفح سرحدي لارې واک اختیار د اسرایل سره وي.

د نېټن یاهو د دفتر بیان دا رپورټونه رد کړل د رفح د سرحدي لارې واک اختیار به د پېلېسټینین اتارټي یا د فلسطیني ادارې وي. فلسطیني اداره د وېسټ بېنک په ځینو علاقو حکومت کوي.

د یورپین یونین به د سرحدي لارې څارنه کوي، اسرایلي ځواکونه به د علاقې نه چارچاپېره وي او اسرایل به په پوله د شیانو او د خلکو د تګ را تګ منظوري ورکوي.

د کال ۲۰۲۴ د می د میاشت راهسې د حماس خلاف د اسرایل د عملیاتو په سبب دا سیمه د اسرایل په قابو کې ده.
د اسرایل د پوځ مشر هرزي هالېوي د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په لړ کې په امنیت کې د ناکامۍ ذمه واري مني او د مارچ په شپږمه نېټه به د چوکۍ نه استعفا ورکړي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شو او تر ۲۵۰ پورې نور حماس یرغمال ونیول.

deewa

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت ترمخه په جنګ کې د ۴۷۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

حماس چې امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی دی، وویل د خالي، شنبې، په ورځ به نور یرغمالان ازادوي. د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ درې ورځې وشوې او په غزه کې ملکي خلکو ته امداد د رسوولو دپاره د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو کار شروع کړی دی.

د حماس یو چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ ای اېف پي خبري ادارې ته وویل تنظیم به څلور ښځینه یرغمالانې او اسرایل به یو شمېر فلسطیني قېدیان ازادوي.

په ډز بندۍ کې تر اوسه درې یرغمالان او د اسرایل د قېد نه ۹۰ فلسطینیان ازاد کړی شوي دي.

د متحده قومونو د انساني امداد د رابطه کارۍ څانګې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ په امداد سامان بار ۹۰۰ ټرکونه غزه ته داخل شول.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي