اسرایل وایي په لبنان کې یې د حزب الله یو لوړپوړی غړی په هوایي برید کې وژلی دی

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل، د حزب الله یو لوړپوړی غړی یې د پوځ د ډرون الوتکې په یو برید کې وژل شوی دی. وایي د حزب الله دې غړي د وسلو په قاچاق کې لاس درلود.

د اسرایل پوځ وایي، دا برید د پنجشنبې- زیارت په ورځ د لبنان په ختیځ کې شوی دی. دا برید د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حزب الله ترمنځ له اوربند وروسته د لبناني وسلوالې ډلې خلاف د اسرایل وروستی اقدام دی.

د لبنان د روغتیا وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ناوخته وویل، د هرمیل په سیمه کې په یو موټر باندې له برید وروسته د یو کس مړی او یو ټپي شوی روغتون ته وړل شوي دي، اسرایل ویلي چې په سیمه کې دا برید دوی کړی دی.

د اسرایل دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي، هوايي ځواک یې "د هرمیل په سیمه کې دا برید د استخباراتي معلوماتو په بنیاد وکړ او ترهګر محمد مهدي علي شاهین یې وژلی دی چې د وسلو د پېرلو لپاره د ترهګرو د راکړې ورکړې همغږي یې کوله".

د اسرایل د دفاع وزارت په بیان کې دا هم ویل شوي چې شاهین په دې وروستیو کې له شم څخه لبنان ته د وسلو په لېږدولو کې لاس درلود.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزارت هم پر ایکس په یو پیغام کې د شاهین وژنه تایید کړې او لیکلي یې دي، "محمد مهدي علي شاهین، د حزب الله یو ترهګر چې د اسرایل او لبنان ترمنځ له مفاهمت راهیسې د شام او لبنان په پوله د وسلو پېرودلو د ترهګرو معاملاتو همغږي کوله، د اسرایل په ډرون برید کې ووژل شو".

د لبنان په پارلمان کې د حزب الله استازي ایهاب حماده په خپل ټیلیګرام باندې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې "بې ګناه ملکي وګړي" په نخښه شوي دي.

د 2024 کال د نومبر د 27مې ډزبندۍ د حزب الله او اسرایل ترمنځ څه دپاسه یوکلنه جګړه پای ته ورسلوله او دواړو خواوو له یو بل سره یرغمل او بندیان تبادله کړل.

د ډزبندۍ له تړون سره سره اسرایل د لبنان پر خاوره خپلو منظمو بریدونو ته دوام ورکړی او دواړه ډلې په دوامداره توګه پر یو بل د ډزبندۍ له تړونه د سرغړونې تورونه لګوي، خو دا جنګ بندي تر ډېره حده ساتل شوې ده.

د دې تړون له مخې ټاکل شوې وه چې اسرایلي ځواکونه د فرورۍ په 18 له لبنانه ووځي، خو اسرایل خپل ځواکونه د لبنان په جنوبي سیمو کې په پینځو هغو دستو کې ساتلي چې د اسرایل پولې ته څېرمه دي او چارواکي یې "سڼرېټیجیکه" سیمه بولي.

د اسرایل د دفاع وزیر اسرایل کرټز د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، اسرایلي ځواکونه به په جنوبي لبنان کې چې هغه یې "بفر زون" بولي، تر نامعلوم وخت پورې پاتې شي.

دې شخړې حزب الله ډله ډېره کمزورې کړې ده او د هغې مشرتابه یې یو په بل پسې په هوایي بریدونه کې وژلي دي.

د 2023م کال د اکتوبر په اوومه په اسرایلو باندې د حماس ډلې له بېساري برید وروسته چې په غزه کې د دې ډلې خلاف اسرایل جګړه پیل کړه، حزب الله هم د خپل فلسطیني متحد حماس په ملاتړ د اسرایل خلاف جګړه پیل کړه.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.