اسرایل وايي په لبنان کې ډزبندۍ دپاره په مذاکراتو کې پرمختګ ویني

د نومبر د نهمې نېټې په دې تصویر کې د لبنان په مرجعیون سیمه کې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله د جګړې منظر لیدل کېږي

اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په لبنان کې د ډزبندۍ دپاره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی او روس حزب الله ودرولی شي چې د شام دلارې بیا وسلې ترلاسه نه کړی شي. خو د ایران حمایت یافته حزب الله ویلي د سولې څه نوی تجویزونه يې نه دي ترلاسه کړي.

د اسرایل د حملو سره مخامخ، حزب الله ویلي سفارتي رابطې شروع شوي دي چې تهران، واشنګټن او ماسکو هم په کې شامل دي. حزب الله دا خبره هم تکرار کړې چې د اوږد جنګ دپاره ورسره وسله هم شته.

په یروشلم کې د اسرایل خارجه وزیر کيډون سار وویل د حزب الله خلاف جنګ لا ختم نه دی. هغه وویل د ډز بندۍ په معاهده کې بنیادي خبره به د لوظنامې نافذ کول وي خو د دې باوجود پرمختګ شوی دی.

په لبنان کې د ډزبندۍ دپاره په خبرو اترو کې د پرمختګ برعکس په غزه کې د امن کوښښونو ته نقصان رسېدلی او قطر د ثالثۍ دپاره د خپل کردار نه لاس په سر شوی دی.

سار په یروشلم کې خبري کانفرنس ته وویل اسرایل د جنګ بندۍ دپاره د امریکې سره کار کوي. هغه وویل اسرایل غواړي چې حزب الله دې د لیطاني دریاب نه ۳۰ کلومېټره په شا شي. دغه دریاب د اسرایل د پولې نه د ۳۰ کلومېټره په فاصله دی. اسرایل دا هم غواړي چې حزب الله دې ځای بیا د مسلح کولو صلاحیت و نه لري.

د سار په قول د امن دپاره ضروري ده چې حزب الله د شام دلارې وسلې د ترلاسه کولو صلاحیت و نه لري.

اسرایلي خارجه وزیر زیاته کړه چې روس په شام کې موجودګي لري او که د سولې اصولو سره اتفاق لري نو په دې لړ کې مرسته کولی شي چې حزب الله د شام دلارې وسلې ترلاسه نه کړی شي.

د بغاوت په ضد د شام صدر بشارالاسد په ملاتړ کې روس په شام کې ځواکونه ځای په ځای کړي دي. حزب الله ته د ایران د وسلو د رسد دپاره شام اهمه لاره ګڼل کېږي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ، د شام د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، د اسرایلي بمبارۍ په سبب د دمشق او حمص لاره په عارضي ډول بنده شوې وه.

په عین حال کې خپلوانو د هغه ۲۰ کسانو جنازې وکړې چې د لبنان په جنوب کې په راس العین کې د اسرایل په بمبارۍ کې وژل شوي وو. په وژل شویو کسان کې د حزب الل او د بلې شیعه ډلې امل د طبي امداد کارکوونکي هم شامل وو.

په لبنان کې د ډزبندۍ د کوښښونو په اړه د حزب الله یو چارواکي محمد عفیف په بېروت کې د خبرو په مهال وویل د واشنګټن، ماسکو او تهران په مابین کې لوی تحریک دوام لري. د هغه په نظر د دې بنیادي سبب په واشنګټن کې سیاسي بدلون دی، یعنې د امریکې په صدارتي انتخاب کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ بریا ده.

عفیف په بېروت کې خبري غونډې ته وویل که څه هم حزب الله ته په رسمي ډول څه تجویز نه دی وړاندې کړی شوی خو د سفارتي رابطو مقصد په ابتدايي توګه د خیالاتو تبادله او اوبه معلومول دي، چې معنا یې د صورتحال جاج اخیستل دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل