د شام سرکاري خبري ایجنسۍ «سانا» د پوځ د یوې سرچینې په حواله ویلي، د شام په سر ښار دمشق کې د اسرایل ځواکونو په هوايي برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دغې سرچینې د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي، اسرایلي الوتکو د دمشق په لوېدیځ کې د «مزه» په نوم سیمه کې د استوګنې یوه ودانۍ په نخښه کړې ده.
د حقونو یوه څارونکې ډلې هم دا خبر تایید کړی او وایي په تېرو څو ورځو کې دا دویم برید دی چې په داسې یوه سیمه کې کېږي چې امنیتي مرکزونه او سفارتونه پکې موجود دي.
په برتانيا کې د شام د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، "د اسرايل هوايي بريد د مزه په ګاونډ کې د استوګنې په يوه ودانۍ کې يو کور په نخښه کړ چې د حزب الله مشران او د ايران پاسدان انقلاب کسان ورته راتلل."
دغې څارونکې ډلې وویل چې په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي چې وایيدوه یې بهرنیان دي.
د شام سرکاري خبري ایجنسۍ «سانا» د پوځ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې "اسرایلي دښمن یو هوايي برید وکړ... د مزه په ګاونډ کې یې د استوګنې یوه ودانۍ په نخښه کړې ده".
د رپوټونو له مخې د چارشنبې- شورو د ورځې د برید سیمه له هغه ځایه شاوخوا 500 میټره لرې وه چې تر دې یوه ورځ وړاندې د سه شنبې- نهې په ورځ ورباندې برید شوی وو.
د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، د وړمې ورځې په برید کې شپږ کسان ووژل شوي وو چې وایي درې ملکي وګړي وو، یوه د شام د ټیلویژن خبریاله وه او درې د ایران ملاتړي جنګیالي وو، چې یو یې د حزب الله غړی وو.
اسرایل په 2011م کال کې په شام کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په دې هېواد کې سلګونو بریدونه کړي چې په بنیادي توګه د حزب الله په ګډون د پوځ پوستې او د ایران ملاتړي جنګیالي په نخښه کوي.
اسرایلي چارواکي ډېر لږ د داسې انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي خو په پرله پسې ډول یې ویلي، دوی به خپل پخواني دښمن ایران ته اجازه ورنه کړي چې په شام کې خپله موجودګي پراخه کړي.
د روان کال د اپرېل میاشتې په پیل کې هم د شام په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید شوی وو، چې پکې د پاسدارانِ انقلاب د اوو کسانو او دوو جرنېلانو په ګډون 12 تنه وژل شوي وو او ایران یې پړه پر اسرایل ور اچولې وه.
د ایران پر کونسلګرۍ له برید وروسته لومړی ایران پر اسرایل او بیا اسرایل پر ایران بریدونه کړي وو او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ حالت ترینګلی دی او د اکتوبر پر لومړۍ ایران بیا د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې په غچ کې پر اسرایل سلګونه میزایل ور وویشتل.