اسرایل په یمن کې په حوثيانو حملې کړي دي، حوثیان وايی په حملو کې درې کسان وژل شوي دي

د یمن په نړیوالې هوايي آډې د اسرایل د حملې وروسته د صنعا په فضا کې لوګی لیدل کېږي

د اسرایل پوځ وویل په یمن کې يې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حوثي باغیانو په ګڼ شمېر هدفونو حملې وکړې چې په کې د سرښار صنعا نړیواله هوايي اډه او د هېواد په مغربي ساحل درې بندرونه هم شامل دي. حوثیانو په یو بیان کې وویل د اسرایل په حملو کې درې کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنايزېشن، ډبلیو اېچ او، مشر ټېډروس اېدونېم وویل د صنعا په هوايي اډه د اسرایل د حملې په وخت په هوايي ډګر موجود و او د هغه د جهاز د عملې یو غړی په برید کې زخمي شوی دی. ‎

اسرایلي پوځ وویل په حملو کې يې بجلې ګرې او پوځي سهولتونه هم ويشتل شوي دي.

په حوثیانو د حملو وروسته د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې وویل د ایران حمایت یافته حوثیانو به تر هغه وخت پورې حملې دوامداره ساتي تر څو چې د هغه په قوم کار سر ته نه وي رسېدلی.

حوثیانو د اسرایل د حملې په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي خو په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې حوثي باغیانو په اسرایل د مزایلو او د ډرونز ګڼ شمېر حملې کړي دي، وايي بريدونه د حماس په حمایت کې کوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

حماس په حوثیانو د اسرایل د تازه حملو غندنه وکړه او په یو بیان کې يې وویل د اسرایل په حملو کې د صنعا د هوايي اډې په شمول غېر پوځي هدفونه ويشتل شوي دي.

په اسرایل د حملې ترڅنګ حوثي باغیانو د سور سمندر او د عدن په خلیج کې سیمه کې په سمندري جهازونو هم حملې کړې دي چې له امله يې تجارتي سمندري جهازونه په نورو اوږدو لارو سفرونه کوي.

اسرایل په یورپ کې خپلو سفارتخانو ته هدایات جاري کړي دي چې کوښښ وکړي چې کوربه ملکونه حوثیان ترهګر تنظیم وټاکي.

د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنن د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسرایل د حوثي باغیانو د حملو په اړه غونډه کوي.

د خالي، شنبې، په ورځ د اسرایل دفاعي نظام ناکامه شو چې د حوثیانو د مزایل لاره ونیسي. مزایل د تل ابیب سره نږدې ولګېدو او په نتیجه کې يې ۱۴ کسان زخمیان شول.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي