د شام د انساني حقونو اداره وايي په شام د اسرائیل هوايي بمبارۍ ١١ کسان وژلي

د شام حکومتي خبري ادارې سانا وویل د شام د هوايي حملو دفاعي نظام زیاتره اسرائیلې مزائیلې خپلو هدفونو ته د رسېدو نه وړاندې تباه کړې

د شام د انساني حقونو یوې ډلې ویلي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په شام د اسرائیل په هوايي بمبارۍ کې ١١ کسان ووژل شو. د ادارې ترمخه په وژل شویو کسانو کې اووه خارجیان دې او ممکنه ده چې دوی ایرانیان وو.

اسرائیلي پوځ وویل هوايي بمبارۍ یې د اسرائیل په جولان غونډۍ د راکټو د حملې په ځواب کې کړې ده.

په برطانیه کې میشته ادارې سېرین ابزروېټري فارهیومن رایټس وویل اسرائیلي هیوايي بمبارۍ د دمشق سره نژدې په قدسیا او الکسوه علاقو کې د وسلې گودامونه په هدف کړل.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي دغه گودامونه د ایران د القدس فورس ځواکونو دي.

سیرېن ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل اسرائیلي بمبارۍ کې د دمشق په مغرب کې د هوايي حملو د دفاع یو مرکز هم په نخښه شو.

د شام د حکومتي مطبوعاتو ترمخه اسرائیلي حملو کې دوه ملکي کسان هم وژل شوې دي.

د شام حکومتي خبري ادارې سانا وویل د شام د هوايي حملو دفاعي نظام زیاتره اسرائیلې مزائیلې خپلو هدفونو ته د رسېدو نه وړاندې تباه کړې.

اسرائیلي پوځ وویل په شام کې هوايي بمباري یې یوه ورځ وړاندې د اسرائیل په جولان غونډۍ د راکټو د حملې په ځواب کې کړې ده. اسرائیلي پوځ زیاته کړه په شام کې په "پراخه کچه" حمله کې ایراني پوځي هدفونه وویشتل شو.

اسرائیلي پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل اسرائیلي جنگي جهازونو د وسلې گودامونه او پوځي مرکزونه په درځنونو مزایلو وویشتل.

اسرائیل وویل په جولان غونډۍ حمله په شام کې د ایراني ځواکونو د موجودگۍ مقصد څرگندوي.