په غزه کې د اسرایل او حماس په کمزورې ډزبندۍ کې د یکشنبې- اتوار په ورځ یو نوی پرمختګ وشو او اسرایلي ځواکونه له نتساریم کوریډور یا راهدارۍ څخه ووتل او دا یوه داسې تنګه پټۍ ده چې غزه یې پر دوو برخو وېشلې ده.
له دې مهمې لارې د اسرایلي پوځ وتلو ډېرو فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې د غزې شمالي برخې ته بیرته ورستانه شي چېرې چې دوی یو مخکې ژوند کاوه، خو د سیمې ډېره برخه د 15 میاشتنۍ جګړې له امله هواره شوې ده.
د اوبو د ټېنکیو او سوټ کېسونو په ګډون له سامانونو ډک ګاډي پر هغه سړک د غزې شمال ته روان وو چې له شپږ کیلومیټره اوږد نتساریم راهدارۍ څخه تیریږي. اسرایل مجبور وو او د ډزبندۍ په بنیاد موټرو له تلاشۍ پرته د تېرېدو اجازه ورکړې او د سړک شاوخوا ته اسرایلي پوځیان نه ښکارېدل.
اسرایلي رسنیو ویلي، له تېرې شپې یعنې د یکشنبې- اتوار د سهار له لومړیو ساعتونو راهیسې د دغو ځواکونو وتل روان وو او تمه ده چې نن به یې وتل بشپړ شوی وي.
اسرایلي پوځ تر اوسه په رسمي ډول د دې شاتګ په اړه څه نه دي ویل شوي او اسرایلي چارواکو هم لا دا نه دي ویلي چې څومره پوځیان یې بیرته وتلي یا چېرې تللي دي.
اسرایلي پوځ د نتساریم کوریډور شمالي برخه تېره اوونۍ پرېیښې وه او فلسطیني کډوالو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د غزې شمال ته ستانه شي.
د حماس ویاند عبداللطیف القنوع وویل، د اسرایلي پوځ وتل ښیې چې حماس "دښمن مجبور کړی چې زموږ غوښتنو ته غاړه کښیږدي" او وایي دې وتلو د اسرایل "د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د بشپړې بریا ترلاسه کولو وهم ناکامه کړ".
تر اوسه پورې لا اسرایلي پوځیان لا له غزې سره د اسرایل او مصر د پولو په شاوخوا کې دي او تمه کیږي د مارچ تر لومړیو پورې د ډزبندۍ د لومړیو 42 ورځو په وروستي پړاو کې به د بشپړ وتلو په اړه خبرې اترې وشي.
خو د جنګ بندۍ د غزولو په اړه په هغو خبرو اترو کې تقریباً هیڅ پرمختګ نه دی شوی، چې په بنیاد به په غزه کې د حماس په ولکه کې پاته اسرایلي یرغمل او په اسرایل کې فلسطیني بندیان خوشي کېږي.
د اسرایل وزیراعظم نتنیاهو پرون قطر ته یو پلاوی لېږلی، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د ډزبندۍ د تکنیکي تفصیلاتو په اړه د خبرو اترو یو مهم منځګړی وو، خو په دې پلاوي کې د ټیټې کچې چارواکي شامل وو.
تمه کیږي چې د اسرایل وزیراعظم به له واشنګټنه تر ستنېدو وروسته په دې اونۍ کې د خپلې کابینې د مهمو وزیرانو یوه غونډه هم راوبولي او د ډزبندۍ د دویم پړاو په اړه به بحث وکړي، چې لا یې د غزېدو ضمانت نه دی شوی.
د ډزبندۍ د لومړیو شپږ اونیو په پړاو کې حماس په تدریجي ډول 33 اسرایلي یرغمل خوشي کوي چې د وړم کال د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د برید په ویخت تښتول شوي وو. په تړون کې دا هم ویل شوي وو چې اسرایلي ځواکونه به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو او له نتساریم راهدارۍ بیرته وځي.
په دویم پړاو کې به ټول پاته ژوندي یرغمل شوي کسان له غزې څخه د اسرایل د بشپړ وتلو او "دوامداره ارامۍ" په بدل کې خوشي شي، خو تفصیلات یې روښانه نه دي او لا تر اوسه ورباندې خبرې اترې نه دي شوې.
د ډزبندۍ تړون تېره اونۍ هغه وخت لا نور له اندېښنو سره مخ شو چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ له وزیراعظم نتنیاهو سره په خبري غونډه کې د جګړې په ختمېدو سره امریکې ته د غزې د ملکیت سپارلو غوښتنه وکړه او وروسته یې اعلان وکړ چې اسرایل به دا پټۍ ور وسپاري.
حماس، عربي هیوادونو او د امریکې متحدینو او مخالفینو په ورته ډول د د صدر ټرامپ دا وړاندیز وغانده، خو اسرایلي وزیراعظم نتنیاهو بیا د لوبې بدلوونکي پرمختګ په توګه د دې وړاندیز ستاینه وکړه چې وایي دا د منځني ختیځ سولې ته لاره هواروي.
یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.