مطبوعات: د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو مشیر په شام کې اسرایلي هوايي حملې وژلی

د سږ کال د مارچ د میاشت په دې تصویر کې چې د شام سرکاري خبري ادارې شایع کړی هغه خای لیدل کېږي چې د ادارې ترمخه اسرایل په هدف کړی

د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو یو لوړ رتبه مشیر د ګل، دوشنبې، په ورځ د شام سرښار دمشق سره نږدې د اسرایل په هوايي حمله کې ووژل شو. دا خبر دریو امنیتي سرچینو او د ایران سرکاري مطبوعاتو ورکړی دی.

سرچینو روېټرز خبري ادارې ته وویل سید رضا موسوي د شام او د ایران په پوځي اتحاد کې د رابطې مسول و.

د ایران سرکاري ټېلې وېژن د معمول نشریات ودرول او په خصوصي خبر کې یې د موسوي د وژل کېدو اعلان وکړو او هغه یې په شام کې د پاسداران انقلاب تر ټولو لوی مشیر وبللو.

د ایران سرکاري ټېلې وېژن وویل موسوي په هغه کسانو کې شامل وو چې د پاسداران انقلاب د القدس فورس مشر جنرل قاسم سلېماني سره وو. سلېماني په ۲۰۲۰ کې په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی.

پاسداران انقلاب وویل اسرایل به د موسوي د وژلو قیمت ادا کوي. د پاسداران انقلاب ترمخه، موسوي د برېګېډیر جنرل عهده لرله.

اسرایلي پوځ په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسرایل د تېرو څو کلونو راهسې په شام کې د هغو هدفونو په ضد حملې کوي چې وايي د ایران سره تړون لري. ایران د شام صدر بشار السد خلاف په کال ۲۰۱۱ کې د شروع شوي بغاوت په ضد د السد ملاتړ کړی او په شام کې يې خپل اثر زیات کړی دی.

د دې میاشت په شروع کې هم ایران ویلي وو چې د پاسداران انقلاب دوه پوځي مشيران په شام کې په اسرایلي هوايي حملو کې وژل شوي دي.