اسرایل د بېروت په مضافاتي علاقه کې حملې کړي

د بېروت په ضایه علاقه کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اسرایل د بمبارۍ وروسته حال

اسرایلي ځواکونو د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتي علاقه کې بمباري وکړه. د بمبارۍ نه مخکې اسرایل مقامي خلکو ته سیمې نه د وتلو خبرداری کړی و.

مقامي اوسېدونکو ته خبرداري کې اسرایلي پوځ وویل د حزب الله وسله وال په حاره حریک سیمه کې فعاله دي. د دې لږ وخت وروسته د دوو حملو وروسته د سیمې نه لوګې پورته کېدل.

د اسرایلي پوځ ترجمان وویل په حملو کې د حزب الله د عسکري کمانډ مرکز په هدف کړی شو.

د اسرایل د تازه حملو نه یوه ورځ مخکې حزب الله په اسرایل د ۲۵۰ راکټونو او په هوا کې د تلونکو نورو شیانو حمله وکړه. حزب الله دغه حمله د اسرایل د هغه برید په جواب کې وکړه چې په بېروت کې يې ۲۹ تنان وژلي وو.

د حزب الله حملې د اسرایل په مرکز کې تر تل ابیب رسېدلې و او اووه کسان يې زخمي کړل. په کال ۲۰۲۳ کې د اسرایل او د حزب الله جګړه د شروع کېدو راهسې په اسرایل دا د ډلې د ټولو نه لویه حمله ګڼل کېږي.

د اسرایل او د حزب الله ترمنځ د ډز بندۍ دپاره مذاکرات هم دوام لري او حزب الله او د لبنان حکومت سولې دپاره د امریکې تجویز سره متتفق شوي دي.

خو د یورپين یونین د خارجه تګلارې مشر جوزف بورېل د ډز بندۍ په اړه په امیدونو اوبه تېرې کړې.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د لبنان چارواکو سره د خبرو اترو یوه ورځ وروسته بورېل د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل یقین نه کوي چې ډز بندي به وشي. هغه وویل نه ویني چې اسرایلي حکومت د ډزبندۍ په معاهده کې دلچسپي لري.

بورېل وویل څو ځله يې اورېدلي چې ډز بندي کېدونکي ده خو بیا داسې ښکاري چې اسرایل نوي شرېطو اښودي دي، چې اشاره يې دې خبرې ته وه چې اسرایل انکار کړی چې فرانس دې په جنوبي لبنان کې د نړیوالو څارونکو په ډله کې نه وي شامل.

بورېل وویل داسې ښکاري چې د هغه په قول اسرایل جنګ بندۍ دپاره زیاته اشتها نه لري.

د اسرایل او په لبنان کې مېشته حزب الله ترمنځ جګړه د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته شروع شوې ده. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ پورې نور حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو چې د غزه د صحت وزارت وايي په کې تر اوسه د ۴۴۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

امریکې، برطانيې، یورپین یونین او ځينو نورو ملکونو د ایران حمایت یافته، حماس او حزب الله، ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.