د لبنان د صحت وزارت وايي د اسرایل په تازه بمبارۍ کې پینځه کسان وژل شوي دي

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د بېروت په جنوبي علاقه ضاحیه کې د اسرایل د بمبارۍ وروسته منظر لیدل کېږي

د لبنان د صحت وزارت ویلي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د هېواد په جنوب کې په النبطیه کلي کې د اسرایل بمبارۍ لږ تر لږه پينځه کسان ووژل.

د چارواکو په وېنا په وژل شویو کسانو کې د کلي ښاروال یا مېير هم شامل دی.

د اسرایل پوځ وویل په النبطیه کې يې د حزب الله په لګونو وسله وال په هدف کړي دي.

اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې هم حملې وکړې. د حملو وروسته د دوو سیمو نه لوګي پورته کېدل.

د لبنان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي رابطه کارې جنین هېنس پلېسشارټ وویل د اسرایل تازه حملې د هغه نورو حملو په شان دې چې په کې ملکي خلک او غېر پوځي بنیادي سهولتونه په هدف شوي دي. هغې زیاته کړه چې په لبنان کې د ملکي خلکو مشکلات په غېر معمولي کچه زیات شوي دي.

پلېسشارټ غوښتنه وکړه چې په جګړه کې ښکېل ټول فريقېن دې په سمدستي ډول ډز بندي وکړي او د ملکي خلکو ضرورتونه په پام کې نیول ترڅنګ دې شخړې د سفارتي حل دپاره دې دروازه خلاصه کړي.

د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، وویل جنګي جهازونو يې په ځمکه کې دننه د حزب الله د وسلو په دوو ګودامونو حملې وکړې.

د حملو نه مخکې اسرایل د علاقې خلکو ته د وتلو امر کړی و چې ځانونه دې د حزب الله د سهولتونو نه لرې کړي.

اسرایل دا هم وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ پې د لبنان نه تر ۵۰ پورې په هوا کې د چلېدونکو شیانو حمله وشوه. حزب الله وویل د اسرایل په شمال يې د مزایلو حمله وکړه.

په لبنان کې د اسرایل تازه حملې په داسې حال کې شوي دي چې امریکې وویل د داسې ډول حملو په اړه يې اسرایلي چارواکو ته د تشویش اظهار کړی دی.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، ترجمان مېتیومېلر خبریالانو ته وویل په تېرو څو هفتو کې چې يې په پېروت کې کومه بمباري ليدلې په دې اړه يط د اسرایل حکومت ته واضحه کړې ده چې امریکا پې تشویش لري او مخالفت یې کوي.

په عین حال کې امریکې د اسرایل ته مطالبه کړې ده چې غزه ته دې انساني امداد زیات کړي که نوي نو اسرایل سره د امریکې پوځي امداد به په خطر کې وغورځېږي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو خط کې اسرایلي چارواکو ته به غزه کې په خرابېدونکي انساني صورتحال د تشویش اظهار وکړو او غوښتنه یې وکړه چې اسرایل دې په سمدستي ډول په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

بلېنکن او اسټن د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ او د سټرېټيجېک چارو وزیر ران ډرمر ته په خپل خط کې په خصوصي توګه د هغو ګامونو ذکر وکړو چې اسرایل دې په اینده ۳۰ ورځو کې واخلي او امریکا دې مطمېینه کړي.

د اسرایل نه وغوښتل شوو چې اسرایل دې هره ورځ ۳۵۰ ټرکونو ته غزه ته امدادي شیان د رسوولو اجازت ورکړي، پينځمه سرحدي لاره دې پرانځي، امداد رسوولو دپاره دې په جګړه کې وقفه کوي او فلسطینیانو ته د انخلا احکامات دې بېرته واخیستل شي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شوی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی چې په کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۴۲۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې په زرګونو وسله وال هم وژلي دي
امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

په داسې حال کې چې اسرایل ایران ته د حملې متوقعو جواب د ورکولو تیاری کوي، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل هېواد يې په مکمله توګه تیار دی.

د ایران د خارجه وزارت د بیان ترمخه، عراقچي دغه څرګندوې د ملګرو ملتونو د مشر اېنټونیوګوټېرېس سره په ټېلې فون خبرو کې وکړې.

د بیان ترمخه، عراقچي په ملګرو ملتونو دا غږ هم وکړو چې د هغه په قول د اسرایلي رژیم جرمونه او جارحیتونه دې ودروي او غزه او لبنان ته دې بشري امداد ولېږي.