اسرایل د شام په سرښار دمشق کې دننه او د دمشق په مضافاتو کې په یوه علاقه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بمباري وکړه او د شام سرکاري مطبوعاتو وویل په دواړو حملو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شوو او ۱۶ نور زخمیان شول.
د سانا خبري ادارې د رپورټ ترمخه د دمشق په المزه او د ښار په شمال مغربي مضافاتي سیمه قدسیه کې په هوايي بمبارۍ کې دوه دوانۍ وويشتل شوې. په المزه کې د اېسوسي اېټېډ پرېس خبریال وویل یوې پینځه منزله ودانۍ ته پس له هغې نقصان ورسېدلو چې تهخانه يې په مزایل ولګېدله.
اسرایلي پوځ وویل د اسلامېک جهاد ډلې بنیادي سهولتونه او د کمانډ مرکزونه يې په شام کې وويشتل او د ډلې بنیادي اډاڼې او فعالانو ته يې په لویه کچه نقصان ور سوولو.
په دمشق کې او د ښار سره نږدې اسرایلي حملې په داسې حال کې وشوې چې د ایران روحاني مشر علي خامنايي مشیر علي لاريجاني د فلسطيني ډلو د نمایندګانو سره په المزه کې د ایران په سفارتخانه کې ملاقات کوونکی و.
اسرایلي پوځ وايي د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې اسلامېک جهاد هم برخه اخيستي وه. په اسرایل حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
اسرایل ویلي چې ضرورت وي نو پوځ به يې د اسلامېک جهاد خلاف هر ځای عملیات کوي.
په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت ترمخه په سیمه کې تر اوسه د ۴۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې وېل کېږي اکثریت يې ښخې او ماشومان دي. اسرایل وايي په غزه کې د حماس په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
د اسلامېک جهاد یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل په المزه کې د اسرایل په حمله کې د ډلې یو دفتر په هدف شوی او د تنظیم ګڼ شمېر غړي وژل شوي دي.
سرکاري خبري ادارې سانا وویل د مرکزي ښار حمص په جنوب کې د هوايي دفاع ځواکونه د دښمن هدف په ضد متحرک شوي وو. خبري ادارې نور تفصیل نه دی ورکړی.
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل