د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په یمن کې د هوثي باغیانو په هدفونو حملې کړي دي.
د اسرایل د پوځ ترجمان وویل په حملو کې د توانای اود بندر بنیاد ي اډاڼې ويشتل شوي چې هوثي باغیان يې په خپلو عسکري فعالیتونو کې استعمالوي.
د هوثیانو د انتظام لاندې مطبوعاتو وویل اسرایل د یمن په سرښار صنعا او د سور سمندر په ساحلي ښار الحدېده کې حملې وکړې چې یو بجلي ګر او د تېلو سهولت په کې وویشتل شو.
په هوثیانو د حملو لږ وخت وروسته اسرایل وویل د یمن نه ویشتل شوي مزایل مخه يې ونیوله.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
هوثیانو اسرایل ګڼ شمېر مزایل حملې کړي دي او د تېر یو کال راهسې په سور سمندر او د عدن په خلیج کې په سمندري جهازونو حملې کوي.
د ایران حمایت یافته هوثیان وايي حملې د فلسطینیانو په حمایت کې کوي.
امریکې هوثیان او حماس ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.
یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي