د اسرایل پرله پسې په دویمه ورځ هم په مقبوضه وېسټ بېنک کې د ترهګرۍ خلاف عملیات وکړل او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې يوځ وویل په وېسټ بېنک کې يې پينځه وسله وال ووژل.
اسرایلي پوځ وویل وسله والو په طوالکرم ښار کې په یو جومات (مسجد) کې پناه اخېستي وه او هم په جومات کې ووژل شوو.
د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل یو وژل شوی وسله وال د اسلامېک جهاد ډلې یو کمانډر محمد جابر و چې په اسرایلیانو په ګڼ شمېر حملو کې ککړ و.
اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جنین ښار کې دننه او شا او خوا سیمو کې په فضايي حملو او چاپو کې لږ تر لږه د نهو وسله والو د وژلو خبر ورکړی و. فلسطيني مسلح ډلې حماس ویلي ۱۰ وسله وال يې وژل شوي وو.
په غزه کې د اسرایل او حماس د جنګ په مهال اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې په تکرار چاپي ویلي او ویلي یې دي چې د دې عملیاتو مقصد د ممکنه حملو مخنیوی دی.
د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي ځواکونو او ابادکارانو په وېسټ بېنک کې ۶۴۰ فلسطینیان وژلي دي او د فلسطینیانو په حملو کې ۱۹ اسرایلیان وژل شوي دي.
حماس په وېسټ بېنک کې په فلسطینیانو د راپاسېدو غږ کړی، په وېسټ بېنک کې د اسرایلي چاپو په اړه یې ویلي چې دا د غزه جنګ پراخولو دپاره د اسرایلي منصوبې برخه ده او په تاوتریخوالي کې د اضافې سبب اسرایل سره د امریکې امداد بللی دی.
د فلسطيني ادارې د صدر محمود عباس ترجمان نبیل ابو ردینه په وېسټ بېنک کې د اسرایل چاپي وغندلې چې دا سنګیه راپارونه ده. هغه په امریکا غږ وکړو چې په دې معامله کې دې مداخلت وکړي.
په عېن حال کې د امریکې خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان جاري کړو چې په کې په وېسټ بېنک کې د "انتهاپسند ابادکارانو" د تشدد غندنه وشوه.
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ بیان وویل په وېسټ بېنک کې د ابادکارانو دلاسه تشدد د خلکو مشکلات زیاتوي، د اسرایل امنیت ته نقصان رسووي او په سیمه کې د امن او امان امکان کمزوری کوي. بیان وویل د اسرایلي حکومت دپاره دا ضروري ده چې د هغو کسانو او ادارو احتساب وکړي چې په وېسټ بېنک کې د ملکي خلکو خلاف د تشدد ذمه وار دي.
د امریکې حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل په یو غېر حکومتي تنظیم هشمور یوش د پابندیو اعلان وکړو او د سټېټ ډپارټمنټ چارواکو وویل دې تنظیم په وېسټ بېنک کې سږ کال فلسطينیان خپلې ابادۍ ته د ستنېدو نه منع کړي وو.
د دې په جواب کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل اسرایل په خپلو شهریانو بندیزونو ته په انتهايي سنګین نظر کتنه کوي او په خصوصي توګه په دې مسله د امریکې سره خبرې کوي.
اسرایل وېسټ بېنک، غزه او مشرقي یروشلم عربانو سره د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې نیولي دي. فلسطینیان دا علاقې د خپل اینده ریاست برخه بلي.
اسرایلي شهریانو په وېسټ بېنک کې په سلګونو ابادۍ جوړې کړي چې قریباً پینځه لکه یهودي ابادکاران په کې اوسېږي. دا ابادکاران اسرایلي شهریت لري بلخوا درې مېلین فلسطینیان هم په وېسټ بېنک کې د اسرایلي پوځ د واک اختیار دلاندې ژوند کوي. فلسطيني اتارټي یا فلسطيني اداره د شهري ابادئ په علاقو په محدوده کچه واک اختیار لري.