فلسطینیانو سره د ملګرو ملتونو په مرستندویه اداره به د اسرایل د بندیز قانون د جنورۍ د ۳۰ نېټې څخه عملي شي

د تېر کال د اکتوبر په ۲۸ نېټه د اسرایل پارلېمنټ، کنېسېټ، یو یواېن ارډبلیو ای د پابندۍ قانون منظور کړو. اسرایل وېل د ادارې عملې د اکتوبر په اوومه په اسرایل د حماس په حمله کې شرکت کړی دی. یواېن ار ډبلیو په دې اړه تحقیقات وکړل او د عملې نهه غړي يې برطرف کړل

ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ډېني ډېنون د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل هغه قانون چې د اسرایل پارلېمنټ فلسطینیانو سره د ملګرو ملتونو په امدادي اداره د بندیز دپاره منظور کړی دی د جنورۍ د ۳۰ نېټې څخه به پې عمل شروع شي.

ډېنون خبریالانو ته وویل د اسرایلي قانون ترمخه یواېن ار ډبلیو ای په اسرایلي ریاست په ځمکه عملیات نه شي کولی او اسرایلي چارواکې ادارې سره د تعلق نه منع کوي.

د دې ترڅنګ، اسرایلي سفیر وویل، یواېن ارډبلیو د اسرایل دننه نماینده دفتر نه شي لرلی او اسرایل به ادارې او د ادارۍ په نمایندګۍ کارکوونکو سره هر ډول رابطه او همکاري ختمه کړي.

ډېنون وویل یواېن ارډبلیو ای ته پکار ده چې ټول فعالیتونه ختم کړي او په مشرقي یروشلم کې خپل دفتر خالي کړي.

د تېر کال د اکتوبر په ۲۸ نېټه د اسرایل پارلېمنټ، کنېسېټ، یو یواېن ارډبلیو ای د پابندۍ قانون منظور کړو. اسرایل وېل د ادارې عملې د اکتوبر په اوومه په اسرایل د حماس په حمله کې شرکت کړی دی. یواېن ار ډبلیو په دې اړه تحقیقات وکړل او د عملې نهه غړي يې برطرف کړل.

د یواېن ارډبلیو ای مشر فلېپ لزاریني د نهې، سه شنبې، په صورتحال د غور دپاره د ملګرو ملتونو سکيورټي کاونسل غونډې ته وویل د اسرایل قانون عملي کېدل به تباه کن اثرات ولري.

هغه وویل په داسې حال کې چې د اسرایل او د حماس ډزبندي عملي کېږي او فلسطینیانو ته امداد رسوول کېږي د یواېن ارډبلیو ای کردار نور هم ضروري شوی دی.

هغه وویل په ټوله غزه کې فسطینیان مرستې دپاره یواېن ارډبلیو ای ته کتنه کوي او په داسې حال کې د ادارې کارونه کموول به ډز بندي، د غزه بحالي او سیاسي عمل به متاثره کړي.

اسرایلي چارواکي وايي نورې امدادي ادارې د یواېن ارډبلیو ای کار ترلاسه کولی شي خو لزاریني دې خبرې سره متفق نه و.
هغه وویل د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر د میاشت راهسې غزه ته زیاتره امداد یواېن ارډبلیو ای رسوولی دی، د یو مېلین نه زیاتو بې کوره شویو خلکو ته يې د سرپناه انتظام برابر کړی دی په لکونو ماشومانو ته يې د پولیو خلاف وېکسین ورکړي دي.

په غزه، مشرقي یروشلم او په وېسټ بېنک کې فلسطینیانو دپاره د صحت د بنیادي خېرښېګړې او تعلیم ذمه واري هم د یواېن ارډبلیو ای په غاړه ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو په تکرار په دې خبره ټینګار کړی چې که چېرې د اسرایلي پارلېمنټ په قانون عمل شروع شو او یواېن ارډبلیو ای ختمه کړی شوه نو د قابض قوت په څېر به اسرایل فلسطینیانو ته بنیادي سهولتونه ورکوي.