د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په دې اړه تحقیقات کوي چې د فلسطيني مسلح ډلې مشر یحیا السنوار په غزه کې د دریو وسله والو په ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.
اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل په دې پړاو د وژل شویو دریو واړو وسله والو د شناخت تصدیق نه شي کېدلی. اسرایل وویل داسې څه نخښې يې نه دي موندلي چې په کومه ودانۍ کې وسله وال په هدف شوي وو هلته د حماس په ولکه کې یرغمالان هم موجود وو.
السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملو منصوبه ساز بلل کېږي. د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو وروسته السنوار د ډلې مشر نومول شوی و. ایران په اسرایل د هنیه د وژلو الزام لګولی دی خو اسرایل د دې خبرې نه تصدیق او نه هم تردید کړی.
په عین حال کې په غزه کې د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په یو سکول کې د کوره شویو خلکو دپاره په پناه ګاه د اسرایل په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي چې ماشومان هم په کې شامل دي.
اسرایلي پوځ وویل په جبلیه کې په سکول کې يې د حماس او د اسلامېک جهاد ډلو په لسګونو وسله والو يې د حملې نخښانه وو.
بلخوا، د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د لبنان په جنوب کې يې د حزب وسله والې ډلې یو کماڼدر هم وژلی دی. اسرایلي پوځ د لبنان په بقاع وادۍ کې ځايي اوسېدونکو ته د انخلا نوی امر هم اعلان کړو.
د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شوي کمانډر پېژندګول د حسین عواضته په نوم وکړه چې په مبینه توګه په اسرایل په حملو کې ککړ و.
اسرایل د لبنان په ځینو علاقو کې خلکو ته د خپلو سیمو نه د وتلو دپاره خبر پاڼې خپرې کړي چې په کې وېل شوي د حزب الله د مرکزونو سره نږدې خلک دې د خپلو ځایونو نه ووځي. د اسرایل د داسې ډول هدایاتو وروسته اسرایلي ځواکونه بیا حملې وکړي.