د اسرایل د قبضه د لاندې په وېسټ بېنک کې مسلح حمله کوونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بس او په یو موټر ډزې وکړې چې د اسرایل د بېړني خدماتو ادارې ترمخه درې کسان په کې ووژل شوو او اووه نور زخمیان شول.
دغه حمله د وېسټ بېنک په الفندق کلي کې وشوه.
اسرایلي پوځ وویل ځواکونه يې د حملو کوونکو تعقب کوي او په سیمه کې يې مختلف کلي محاصره کړي دي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د وژل شویو کسانو کورنیو سره غمرازي وکړه او په اېکس خپل پېغام کې يې وویل په حمله کې ککړ کسان به نه پرېښودل کېږي.
د کال ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه به اسرایل د حماس د حملې وروسته په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې هم په تشدد کې اضافه شوې ده.
د صحت فلسطیني چارواکي وايي په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو او د یهودي ابادکارانو د حملو دلاسه لږ تر لږه ۸۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي او فلسطینیانو په لسګونو اسرایلیان وژلي دي.
deewa
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل امریکا غواړي چې د صدر بایډن حکومت د ختمېدو نه مخکې په غزه کې ډز بندي وشي. د بایډن د صدارت مېعاد په دوو هفتو کې ختمېږي.
امریکا، مصر او قطر د میاشتو راهسې کوششونه کوي چې په غزه کې ډز بندي وشي خو فریقېن خپل منځو کې اختلافات لرې کولو کې نه دي کامیاب شوي او معاهده نه ده شوې.
د ډز بندۍ بنیادي نقطې په غزه کې جنګ بندول، د حماس د ولکې نه باقې پاتې یرغمالان ازادېدل او غزه ته انساني امداد زیاتول شامل دي.
حماس د تېر کال په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې تر ۲۵۰ کسان یرغمال نیولي وو. په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. وېل کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغمالان، ژوندي او مړه، د حماس په ولکه کې دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی چې په کې د غزه د صحت وزارت ترمخه لږ تر لږه ۴۵۸۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.
امریکې، برطانيي، يورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارونه اخیستل شوي دي