د اسرایل وزیراعظم غزه کې د ډزبندۍ پر تکنیکي تفصیلاتو د خبرو لپاره یو پلاوی دوحې ته لېږي

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتانیاهو امر کړی چې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو تر پینځمې تبادلې وروسته په غزه کې د روانې ډزبندۍ د تکنیکي تفصیلاتو په اړه د خبرو اترو لپاره یو مذاکراتي ټیم دوحې ته واستول شي.

د اسرایل ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د اسرایل یوه چارواکي- چې نوم یې نه دی یاد شوی- ویلي وزیراعظم نتانیاهو د شنبې- خالي په ورځ دوحې ته د یو پلاوي د لېږلو منظوري ورکړې چې له حماس سره د جنګ بندۍ پر تکنیکي تفصیلاتو بحث وکړي، خو وایي هغه پلاوي ته اجازه ورنه کړه چې د تړون پر دویم پړاو خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه چې د تړون د دویم پړاو په اړه خبرې اترې د دوشنبې- ګل په ورځ پیل شوې وای، خو نتنیاهو د دغو خبرو لپاره د ټاکل شوي پلاوي تګ ځنډولی دی.

د وزیراعظم نتنیاهو دفتر د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، له واشنګټن څخه اسرایل ته له ستنېدو وروسته به نتنیاهو "د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو د تړون د دویم پړاو لپاره د خبرو اترو په اړه د امنیتي کابینې غونډه وکړي".

حماس د خالي- شنبې په ورځ د ډزبندۍ د تړون د یوې برخې په توګه درې نور اسرایلي یرغمل کړي کسان خوشي کړل او بل اړخ ته اسرایل هم 183 فلسطیني بندیان ازاد کړل. دا تېره میاشت د اوربند له تړون وروسته پینځم ځل دی چې د اسرايل او حماس ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه.

د حماس وسلوالو پرون درې اسرایل یرغمل د نړیوال سره صلیب ادارې کارکوونکو ته تر سپارلو مخکې په غزه کې د سلګونو کسانو په وړاندې راڅرګند کړل.

درې واړه یرغمل د وسلوالو په محاصره کې وو او درېواړه د هغوی د پخوانیو عکسونو په نسبت ډېر کمزوري ښکارېدل. د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ وویل، "یرغمل شویو کسانو 491 ورځې په دوزخ، لوږه، کمزورۍ او درد کې تیرې کړې دي".

بلې خواته حماس ډلې هم په یو بیان خپور کړی چې پکې یې په اسرایل باندې تور لګولی او وایي دې هېواد په خپلو زندانونو کې یوه داسې پالیسي غوره کړې ده چې فلسطیني‌بندیان په "ورو وژني".

د الجزیر د خبر له مخې حماس په خپل بیان کې ویلي، "اووه بندیان له خوشي کېدو وروسته سمدستي روغتونونو ته لېږدول شوي او دا حقیقت زموږ له بندیانو سره د اسرایل د زندان د چارواکو د منظمو بریدونو او ناوړه چلند څرګندونه کوي".

د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم له استنبول څخه الجزیرې ته په خبرو کې تور پورې کړی، چې اسرایل د اوربند د تړون د کمزوري کولو لپاره "ناوړه لوبې" کوي.

هغه وویل ډلې یې د امریکا په ګډون منځګړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې اسرایلي سرغړونې د مرستو په رسولو کې ځنډ راولي او په غزه کې یې د فلسطینیانو وژنه روانه ساتلې ده،‌ وایي دا کولی شي تړون ته خطر پېښ‌کړي.

اسرایل تر اوسه د حماس ډلې دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د یرغمل کسانو د خوشي کولو پر طرز اعتراض کړی او ویلي یې دي چې دوی ته هغه حیرانوونکې صحنې د منلو نه دي چې د شنبې- خالي په ورځ ښودل شوې دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.