د ترهګرۍ په ضد د اټلي پولیس او یوروپول د نهې، سه شنبې، په ورځ ځینې پاکستانیان ګرفتار کړل چې په ۲۰۲۰ کې د فرانس په چارلي هېبډو نومې مجلې د حملې سره تړون لري.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د اټلي پولیس وویل په اټلي کې او بهر نیول شوي پاکستاني شهریان د ظهیرحسین محمود سره نېغ په نېغه تړون لري.
په ۲۰۲۰ کې کله چې چارلي هېبډو د پېغمبر اسلام خاکې بیا شایع کړې نو ای اېف پي وايي ظهیرحسین محمود په دوو کسانو په ټوکه حمله وکړه.
د اټلي پولیس د نیول شویو پاکستانیانو شمېره نه ده څرګنده کړې.
د یورپول د ترهګرۍ ضد مرکز وویل په فرانس او سپېن کې د ترهګرۍ ضد پولیس سره يې د پاکستانیانو د ګرفتاریو په لړ کې همکاري کړې ده او د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د اټلي په مغربي ښار جینوا کې یو جج نړیوالې ترهګرۍ په لړ کې د ۱۴ کسانو د ګرفتارۍ دپاره وارنټونه جاري کړي دي.
د جینوا ځايي اخبار وویل د ګرفتارۍ اته وارنټونه په اټلي کې عملي کړی شوي دي چې هغه کسان دي چې د سخت دریځه اسلامي ځالې سره تړون لري چې د حملو سازش یې کولو.
پولیس وویل د نیول شویو کسانو په اړه تحقیقات په جینوا کې ځکه شروع شول چې دغه ځای کې اوسېدل او د ډېر وخت راهسې یې په مختلفو طریقو څارنه کېدله.
پولیس وویل د نیول شویو کسانو سره د تړون په لړ کې د نورو کسانو په اړه هم تحقیقات شروع کړی شوي دي.
په ۲۰۲۰ کې د ظهير حسین محمود په حمله کې دوه کسان زخمیان شوي وو.
د دغې حملې نه پېنځه کاله وړاندې په چارلي هېبډو مجله کې د پېغمبر اسلام د خاکو شایع کېدو په سر د مجلې ۱۲ کارکوونکي په یوه حمله کې وژل شوي وو.