اټلي وايي ایران خبریاله چچیلیا سالا د زندان څخه ازاده کړه

سالا د صحافت په ويزه ایران ته تللې وه اودرې هفتې مخکې په ایران کې د هېواد د قوانینو د مبینه خلاف ورزۍ په الزام نیول شوې وه

د اټلې د وزیراعظمې جورجیا مېلوني دفتر وویل ایران د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریاله چچیلیا سالا د قېد نه ازاده کړې او هغه هېواد ته را روانه شوې ده.

سالا د صحافت په ويزه ایران ته تللې وه اودرې هفتې مخکې په ایران کې د هېواد د قوانینو د مبینه خلاف ورزۍ په الزام نیول شوې وه.

د مېلوني دفتر د سالا د ازادۍ دپاره په "سفارتي او استخباراتي" سطحه د شویو کوښښونو ستاینه وکړه.

deewa

ایران د دې خبرې تردید کړی و چې د سالا ګرفتاري په اټلي کې څو ورځې وړاندې د ایراني تاجر د نیول کېدو سره تړون لرلو.

د سالا د ګرفتارۍ نه درې ورځې مخکې ایراني تاجر محمد عابدیني د امریکې په غوښتنه د اټلي د مېلان په هوايي اډه نیول شوی و. واشنګټن په عابدیني الزام لګولی چې د ډرون د هغه حملې دپاره يې پرزې مهیا کړې وې چې په کال ۲۰۲۳ کې په اردن کې په امریکايي ځواکونو په حمله کې استعمال شوی و او درې امریکايي عسکر په کې وژل شوي وو.

یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو څخه اخیستل شوي دي