د کوټې جان محمد د 36 بچو پلار

د پاکستان د کوټې یو اوسیدونکي جان محمد درې ودونه کړي او اوس 36 ماشومان لري. نوموړي لومړنی واده په ۱۹۹۹ میلادي کال کې کړی دی او مشره لور یې 17 کلنه ده.

جان محمد دامهال 22 لونړه او 14 ځامن لري. د 36 ماشومانو سربیرته د جان محمد پنځه نور ماشومان مړه شوي هم دي. جان محمد ته به په راتلونکې کال کې خدای دوه نور ماشومان هم ورکړي او له هغو سره به دده د ماشومانو شمیر 38 ته ورسیږي.

ده وړاندې وویل چې کورنۍ یې د میاشتې یو لک کلدارې لګښت لري او دی له خپلو دریو ښځو او 36 ماشومانو سره خوشحاله ژوند لري.

جان محمد د وي ا و ای ډیوه سره ځانګړې خبرې کړي تاسو يې په لاندینۍ ویډیو کې کتلی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

د کوټې جان محمد ۳۶ بچي لري او د نورو خواهش کوي