په امریکا کې میشت پاکستانی سيندهی استاد او دانشور جاوید بهټو په سر ښار واشنگټن ډي سي کې دوه ورځې د مخه د مارچ په لومړۍ نیټه په ډزو وژل شوی دی.
پولیس وايي د جاوید په قتل کې ککړ 45 کلن تن هلمن جارډن یې نیولی دی. تر اوسه نه ده معلومه جارډن جاوید ولې مړ کړو خو یو امريکاي اخبار واشنگټن پوسټ وايي د جاوید په قتل کې تورن تن په نورو جرمونو هم تورن وو.
د وي او ای اردو څانگې د خبر تر مخه د جاوید بهټو عمر 64 کاله وو او هغه پخوا په سند پوهنتون جامشورو کې د فلسفې استاد وو ۔
د خبر تر مخه د هغه میرمن نفيسه هود بهاي په وي او ای اردو څانگه کې خبریاله ده. د وي او ای ډیوه او اردو څانگې خبریالانو د نفیسه سره د هغې د میړه په وژنه غمرازي کړي دی.
نفیسه یو امریکاي ټي وي ته ويلي دي چې تر اوسه نه پوهیږي څه رنگه د هغې د ژوند ملگری ووژل شو.
د جاوید په قتل په پاکستان کې هم لیکوالانو د ټولنيزو رسنیو د لارې خواخوږۍ کړي دي او دا یې ستر زیان بللی دی.
وي او ای اردو ته د جاوید یو دوست سرفراز میمن ويلي دي چې جاوید بټهو د بشري حقونو یو ریښتونې نماینده وو.
د میمن تر مخه جاوید یو کره صوفي وو او تل به یې د مينې خبرې کولې