د اردن خارجه وزیر د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل، د پخواني ولیعهد لخوا ریاست ته د نقصان رسولو یو مبینه سازش شنډ (خنثی) شوی دی.
خارجه وزیر ایمن الصفدي خبریالانو ته وویل چې د ملک عبدالله کشر ناسکه ورور شهزاده حمزه له بهرنیو ډلو سره رابطه کې و او د اردن د استحکام ګډوډولو منصوبه یې جوړوله.
الصفدي، چې د اردن د وزیراعظم مرستیال هم دی، دا روښانه نکړه چې په دې مبینه دسیسه کې کوم ملکونه شامل و.
د اردن په شاهي کورنۍ کې اختلافات پس له هغه راښکاره شوي چې د خالي/شنبې ورځې په ماښام شهزاده حمزه اعلان وکړ چې په کور کې نظربند دی، او سرکاري مېډیا راپورونه ورکړل چې یو شمېر جګپوړي چارواکي د امنیتي ملحوظاتو له کبله حراست کې ساتل شوي دي.
شهزاده حمزه بي بي سي رسنۍ ته یوه ریکارډ شوې ويډیو لېږلې او هغه کې یې ویلي چې خبرو ته نه پرېښودل کیږي. حمزه د اردن په چارواکو سخت تنقید هم کړی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې «په کرپشن، اقربا پروري، او ناسمې حکومتدارۍ کې ګېر پاته دی.»
د اردن پوځ حمزه ته ویلي، داسې کارونه دې نه کوي چې په هغه کې د هېواد «استحکام او امن» په نښه شي.
شهزاده حمزه په خپل ويډیویي پیغام کې ویلي: «زه د هېڅ کوم سازش او یا ناوړه تنظیم او یا د خارجیانو د ملاتړ لاندې ډلې غړی نه یم. هر کله چې څوک دلته خپل غږ جګ کړي، همدا دعوه ورباندې کیږي.»
د شهزاده حمزه مور، ملکه نور الحسین چې پیدایش یې په امریکا کې شوی دی، په ټویټر باندې د خپل زوی دفاع کړې او په هغه یې الزامونه، «شریر بهتان» بللی دی. هغې لیکلي: «دعا کوم د ټولو هغو بېګناهو کسانو دپاره چې د دې شریر بهتان ښکار ګرځېدلي، حقیقت او انصاف مېلاو شي.»
Praying that truth and justice will prevail for all the innocent victims of this wicked slander. God bless and keep them safe.
— Noor Al Hussein (@QueenNoor) April 4, 2021
امریکا او د سعودي عرب په مشرۍ د خلیج هېوادونو، د اردن د پاچا، عبدالله ثاني، کلک ملاتړ څرګند کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خپل ټویټر لیکلي: «ملک عبدالله د امریکا یو اهم شریک دی، او مونږ یې بشپړ ملاتړ کوو.»
We are closely following the reports out of Jordan, and we have been in touch with Jordanian officials. King Abdullah is a key partner of the United States, and he has our full support.
— Ned Price (@StateDeptSpox) April 3, 2021
حمزه د ملکې نور او د اردن د پخواني پاچا، ملک حسین مشر زوی، خو د اوسني پاچا کشر او ناسکه ورور دی. کله چې ملک حسین په ۱۹۹۹ کې مړ شو، نو زوی یې عبدالله د هغه په ځای پر تخت کیناست، او خپل ناسکه ورور، شهزاده حمزه یې ولیعهد ونوماوه.
پنځه کاله پس، ملک عبدالله د حمزه نه د ولیعهدۍ عهده بېرته واخیسته او پر ځای یې خپل مشر زوی حسین ولیعهد اعلان کړ.
څېړونکو ویلي چې عام اولس ته د اردن په شاهي خاندان کې د اختلافاتو راڅرګندېدل، ډېر کم پېښیږي.