کابل : د تباه شوې الوتکې د ملبې نه د پېنځو کسانو مړي ترلاسه شوي دي

کابل : د تباه شوې الوتکې د ملبې نه د پېنځو کسانو مړي ترلاسه شوي دي

د شورو او نهې په مينځ شپه د افغانستان پايتخت کابل کې دسورلو يوه الوتکه هاغه مهال ديو غرۀ سره دټکر کيدو وروسته تباه شوې چې دکابل په نړيوال هوائي ډگر يې د ناستې هڅه کوله او افغاني او دنيټو چارواکي وائي گمان کوي په دغه الوتکه کې دناستو 8ؤ کسانو څخه يو هم ژوندى نۀ دى پاتې شوى.

دشورو په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي افغاني ځواکونو ددغه تباه شوې الوتکې دملبې څخه د5ؤ کسانو مړي راويستي دي.
بيان زياتوي په مرستندويه فعاليتونوکې 250ؤ پورې پوځيان برخه اخلي او دنورو کسانو دراويستو هڅې دوامداره دي.
دنيټو لخوا دجاري شوي يو بيان له مخې دنيټو هيلي کاپټرې او افغاني ځواکونه ددغه تباه شوې الوتکې ملبه لټوي او دالوتکې دتباه کيدو وجوهات تر دې مهاله نۀ دي په ډاگه شوي.
دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په دغه هکله وائي دغه جهاز دکابل ختيز لوري ته دپل چرخي سيمې سره نزدې پريوتى دى.
چارواکي وائي دغه الوتکه په امريکا کې جوړې يوې کمپنۍ چلوله چې پکې د نيټو ځواکونو لپاره سامان وړلې کيدو.
دکابل هوائي ډگرد مشر محمد يعقوب رسولي وينا ده په دغه الوتکې کې 6 فلپائني ، يو کينيائي او يو هندوستانى وگړى سپارۀ وؤ.