د افغانستان په پلازمينه کابل کې په يوه چاؤدنه کې لږ تر لږه پينځه تنه وژل شوي دي، راپورونه وايي په وژل شوؤ کې څلور ډاکټران دي چې ښځې هم پکې شاملي دي.
د ای پي خبري ادارې ترمخه په چاؤدنه کې چې کوم ډاکټران په نخښه شوي د پل څرخي په زندان کې يې دنده ترسره کوله.
د راپورونو ترمخه د کابل په دوغ اباد سيمه کې په کرولا موټر شوې دغه چاؤدنه د سړک غاړې ته ښخ بم د لارې شوې ده او ځينې رسنۍ وايي په ګاډي پورې د مقناطيس د لارې بارودي مواد نښلو شوي په هغې چاؤدنه شوې ده.
ای پي د کابل د پوليسو د ویاند فردوس فرامرز له قوله ویلي په چاؤدنه کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.
په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.
د وي او ای اشنا د خبر ترمخه په وژل شوؤ کې څلور د زندانونو ډاکټران چې پکې ښځې او يو پکې سړی دی.
په کابل کې د امریکا شازدافیر راس ويلسن دغه چاؤدنه غندلې او دا يې بوږنوؤنکې پېښه ياده کړې ده چې د زندان د انتظاميې ډاکټران وژل شوي دي دا هغه خلک دي چې د خلکو ژوند ژغورلو نه ستړې کېدونکی کار کوي او په ځانګړي ډول د کرونا وبا په مهال چې دغه ډول کار کوونکو ته سخته اړتيا ده.
(1/2) It is shocking to learn of the deaths of Office of Prison Administration (OPA) doctors, who work tirelessly each day to save vulnerable lives, especially during a pandemic when frontline medical personnel are desperately needed. I condemn the attack this morning in Kabul.
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) December 22, 2020
دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې په کابل کې په وروستيو کې د مقناطيسي بمونو د چاؤدنو پېښې سېوا شوي دي.
طلوع نيوز ويلي، په تېرو دوه ماشتو کې په کابل کې د بدامنۍ نزدې 60 پېښې شوي چې پکې 133 کسان وژل شوي او 280 پورې نور ژوبل شوي دي.