لسگونو کسانو په کابل کې د غزني د ملکي کسانو د وژنې خلاف احتجاج وکړو

دلاریون ګډونوال چې دکابل ښار عیدګاه جومات مخې ته راغونډ شوي وو

په غزني ولایت کې د دوو ولسي وګړو د وژل کیدو او د دوو تنو د برمته کیدو په غبرګون کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په لسګونو کسانو په کابل کې سوله ییز لاریون وکړ.

لاریون کوونکو وویل که حکومت د وژل شویو کسانو قاتلین د قانون منګلو ته ونه سپارل او د برمته شویو کسانو په خلاصولوکې بې پروايي وکړه نو حالات به نور هم خراب شي.

په لاریون کې د ولسي جرګې غړي عبیدالله باریکزي وویل دغزني د وژل شویو، ټپیانو اود برمتو شویو کسانو لپاره عدالت غواړي او هغه کسان دې عدليي اوقضايي ادارو ته وسپاري چې د پښتون قوم په یوه کور یې تیری کړی.

ښاغلي باریکزي وویل د غزي په لانجه کې "حکومت باید مداخله وکړي او قانون پلی کړي."

باریکزي وویل له دې په غزني کې د شخړې په سر د کابل او کندهار لویې لارې له بندیدو مخالفت کوي.

دلاریون ګډونوال چې دکابل ښار عیدګاه جومات مخې ته راغونډ شوي و د رحمت الله اندړ په نامه دلاریون یوتن تنظیمونکي لخوا شپږ ماده ییز پریکړه لیک هم وړاندې شو.

نوموړي د پریکړه لیک د لوستلو پرمهال وویل "برمته شوي کسان دې په عاجله توګه ازاد شي ،قاتلین دې ډیر ژرپه علني توګه په اشد مجازاتو محکوم شي، پیښه دې په هراړخیزه توګه وڅیړل، شیراباد او نختي کلیو ترمنځ شوې پریکړه عملي شي او په دې پیښو کې زیانمن شویو کورنیو ته دې د اوښتونو زیانونو تاوانونه د اساسي قانون اود پښتنې کلتور په رڼا کې ورکړل شي."

په ورته وخت کې د غزني ولایت اوسیدونکي هاشم ناصري وویل تیره شپه د یوتن وسله وال لخوا په غزني کې په اعتراض کوونکو ډزې کړي چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

هغه وویل، "تیره شپه یوه بجه یو وسله وال کس لخوا چې دغزني په امنیې قومندانی کې دنده لري او له بده مرغه چې ووایم له هزاره قم سره تړاو لری په هغو کسانو باندې چاچې په سوله ییز ډول یې غږ وچتاو په لګول شویو خیمو باندې ډزې وکړې او درې تنه یې ټپیان کړي او ټپی شوي کسان هم امنیتي ځواکونو له د درملنې لپاره روغتون ته ورسول."

په دې اړه مو هڅه وکړه چې دغزني ولایت د چارواکو نظر هم ولروخود زیاتو هڅوسره هغوي خبرو کولو ته نه حاضرنه شول.

په غزني کې د کابل او کندهار د لویې لارې د بندیدو نن څلورمه ورځ ده چې د مسافرو پرمخ تړل شوې ده. لار وروسته له هغې وتړل شوه چې د قره باغ ولسوالۍ کې داوبو پرسرد شخړې له امله د نختي کلي یوشمیراو سیدونکو په شیراباد کلي کې یوکور ته ور اوښتي او د یوې کورنۍ یوماشوم او یو نارینه یې په ډزو وژلي، دوه تنه یې تښتولي او یوه مرمن یې ټپي کړه.