د امریکا مشهور سندرغاړي کانی ویسټ ویلي چې هغه به سږکال په امریکا کې کېدونکي د ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه اخلي. کانی ویسټ دغه اعلان د خلي – شنبې په ورځ په ټویټر په خپل یو ټویټ کې کړی.
کانی وېسټ په ټویټر لیکلي: ” موږ باید اوس د خدای په باور، خپل نظرونه سره یوځای کولو د امریکا راتلونکی سره جوړ کړو، او د امریکا ژمنه پوره کړو. زه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کوم “. سندرغاړی دغه پېغام په خپل ټویټر پاڼه د # 2020VISION هش ټګ سره لیکلی دی.
We must now realize the promise of America by trusting God, unifying our vision and building our future. I am running for president of the United States 🇺🇸! #2020VISION
— ye (@kanyewest) July 5, 2020
کانی وېسټ د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ډیری مشهورې کارونکې کیم کارډشیان میړه – خاوند دی. دا په سمدستي توګه روښانه نده چې ښاغلی وېسټ به د ولسمشر ډانالډ ټرمپ او د ډیموکریټک پارټۍ لخوا امیدوار جو بایډن پروړاندې د نومبر په ټاکنو کې جدي کمپائن وکړي.
وېسټ پخوا د صدر ټرمپ یو ښکاره ملاتړ کوونکی وو او د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې هم ټرمپ سره لیدلي وو.
نوموړي څو ځله یادونه کړې چې هغه غواړي د امریکا ترټولو لوړې عهدې لپاره ځان کاندید کړي.
د امریکا د ټیسلاه موټرو مشر ایلان مسک چې د کانی وېسټ ملګری دی هغه ته خپل ملاتړ وړاندی کړی. ایلان مسک په خپل ټویټر لیکلي: "تاسو زما مکمل ملاتړ لری!".