کراچۍ : د عوامي نيشنل گوند د مشرغړي په کور ډزو او بمي چاؤدنو کې 16 کسان ژوبل شوي

د ای اېن پي مشر بشيرجان وايې ، دغه بريد هم د هغې سلسلې کړۍ ده ، کومه کې چې له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د ای اېن پي په غړو او مشرانو د بمي حملو سره په ډزو کې هدف شوي او وژل شوي دي .

د کراچۍ ښار په قصبه محمدپور سيمه کې دعوامي نيشنل گوند د يو غړي په کور د لاسي بمي بمونو او ډزو په بريد کې لږ ترلږه 16 کسان ژوبل شوي دي .

د کراچۍ ښار په قصبه محمدپور سيمه کې دعوامي نيشنل گوند د يو غړي په کور د لاسي بمي بمونو او ډزو په بريد کې لږ ترلږه 16 کسان ژوبل شوي دي .
د سيمې د پوليسوپه وينا د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې ناوخته نامالومه وسله والو د عوامي نيشنل گوند د غړي محمدعلي په کور لاسي بمونه غورزولي او ډزې يې پرې کړي دي ، چې په نتيجه کې يې د محمدعلي د کور د غړو په گډون لږ تر لږه 16 کسان ژوبل شوي دي .
د اورنگي ټاؤن د پوليس مشر اېس پي چودهري اسد په وينا دغه بريد د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې شوی دی .
ولې د عوامي نيشنل گوند د سندهـ څانگې د وياند لخوا د پېښې په اړه جاري شوې خبرپاڼه کې د اورنگي ټاؤن د پوليس افسروينا د غندنې وړ گرځولې او وئيل شوي چې په موټر سائيکلو او دوه گاډو کې سواره وسله وال راغلي او د محمدعلي کور يې په هدف کړی دی .
د ای اېن پي ترجمان زياته کړې پوليس دغه رنگ بيانونه د خپلو کمزورو پټولو دپاره ورکوي .
د عوامي نيشنل گوند يو مشر بشيرجان د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ، دغه بريد هم د هغې سلسلې کړۍ ده ، کومه کې چې له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د ای اېن پي په غړو او مشرانو د بمي حملو سره په ډزو کې هدف شوي او وژل شوي دي .
هغه وويل په دغه پېښه کې د ای اېن پي مشر غړی محمدعلي بچ پاتې شوی ، او وسله والو د هغه په کورد لاسي بم او ډزو بريد کړی او يو بم يې ورته په دغه ځايې اېښودی وو چې هغه پرې هم ډزول شوی دی .
کراچۍ ښار کې تېره ورځ هم د نارت ناظم اباد په سيمه کې د رېنجرو په مرکز ځان مرگي کې د درې رېنجرو په گډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وو . د مطبوعاتي راپورونو ترمخه ، او په دغه ځايې کې دوه نورې بمي چاؤدنې هم شوې وې .