کراچۍ: د پوليو په ټيم حمله کې پوليس ژوبل

ژوبل پوليس افسر تبسم علي چې په سر په يوه گولۍ لگېدلی ، عباسي روغتون ته وړل شوی او روغتيايي حالت يي خطرناک دی .

د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ په اورنگۍ ټاؤن سيمه کې د پوليو په ټيم ډزو کې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه نن د گل په ورځ سحر د ښار د اورنگي ټاؤن په څلورم نمبر علاقه کې هغه مهال رامنځته شوې ، چې د پوليو ټيمونه په علاقه کې ماشومانو د څاڅکو په ورکولو بوخت ؤ .

د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادرتهيبو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، ټوله کراچۍ کې د پوليو ضد روان کمپائن کې پوليس د پوليو ټيمونو سره په حفاظتي ډيوټۍ مامور کړی شوي دي ، او د پوليو په ټيم بريد د اورنگي ټاؤن پيراباد تهاڼې په علاقه کې شوی دی ، چې پکې د پوليس يو تهاڼدار ژوبل شوی دی .

د پوليس وياند عتيق شېخ ترمخه ژوبل پوليس افسر تبسم علي چې په سر په يوه گولۍ لگېدلی ، عباسي روغتون ته وړل شوی او روغتيايي حالت يي خطرناک دی .

اډيشنل ائي جي وايي ښار کې د پوليو کمپائن روان دی ، پوليس ورسره په ډيوټۍ دي او اورنگي ټاؤن کې په پوليو ټيم حمله کې د پوليو کار روغ پاتې شوي دي .

د صحت د محکمې دچارواکو په وينا د کراچۍ په درېو ضلعو شرقي ، مليراو غربي کې د پوليو ضد د څاڅکو ورکولو درې ورځنی کمپائن روان دی .

د کراچۍ په گډون د ملک په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي چې پکې پوليس او د پوليو کارکوؤنکي وژل شوي دي .

د صحت د محکمې د چارواکو په وينا ملک کې نن د گل په ورځ د پوليو څاڅکو ورکولو درې ورځني کمپائن پېل شوی ، ولې د بلوچستان صوبې په مشکېل ، قلعه سيف الله ، ژوب ، لورالائي او شيراني سيمه ، او د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې د امنيت له کبله دپوليو کمپائن ځنډول شوی دی .