کراچۍ : د ډزو په پېښه کې د يوې ماشومې په گډون اووه کسان ووژل شو

د بلديه ټاؤن په سېکټر ۱۲م نمبر کې دغه پېښه د مهربان شاه په نوم يوه آستانه کې رامنځته شوې چرته چې خلک تعويزونو جوړولو ته راځي .

د کراچۍ ښار په بلديه ټاؤن سيمه کې د ډزوپه پېښه کې د يوې کم عمره ماشومې په گډون اووه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .

د کراچۍ ښار په بلديه ټاؤن سيمه کې د ډزوپه پېښه کې د يوې کم عمره ماشومې په گډون اووه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
د اتوار په ماسخوتن د ښار په بلديه ټاؤن سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د سيمې د تهاڼې پوليس افسر صغيراحمد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د بلديه ټاؤن په سېکټر ۱۲م نمبر کې د مهربان شاه په نوم يوه آستانه ده چرته چې خلک تعويزونو جوړولو ته راځي .
په دوؤ موټر سائيکلو سواره شپږ وسله وال راغله ، او په آستانه کې ناستو کسانو باندې يې ډزې وکړي . چې په نتيجه کې يې په ځايې موجودو کسانوکې د يوې کم عمره ماشومې زېنب په گډون اووه کسان مړه او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
پېښه کې ژوبل کسان سول هسپتال ته وړل شوي دي ، د سول هسپتال د چارواکو په وينا روغتون په راوړل شوؤ ژوبلو کسانو کې څلور په ډېر ټپي حالت کې دي .
د پوليس چارواکو په وينا آستانه باندې حمله کوؤنکو موټر سائيکل سورو هېلمټې په سرکړې وې ، او د ډزو وروستو د پېښې د ځايې نه په تېښته کې بريالي شوي دي . او پوليس د پېښې پلټنې پېل کړي دي .
کراچۍ ښار کې يوه مياشت وړاندې د گلشن معمار سيمه کې د ايوب شاه نومې مزار نه د شپږو کسانو مړي ترلاسه شوي وو .
او د ځايې مطبوعاتو د راپورونو ترمخه د دغو مړو چې حلال کړی شوي وو ، ورسره د طالبانو لخوا يوه چټۍ پرېښودی شوې وه چې پرې ليکل شوي ؤ مزارونو ته د تلونکو سره به دغه رنگ عمل کولی شي .