د کراچۍ ښار د پوليسو مشر اډيشنل ائي جي شاهد حيات ويلي ، د پرون راسي ښار کې د فرقو په بنياد وژنې شوي دي . او د شيعه سني د انښتو هڅه روانه ده .
کراچۍ —
د کراچۍ ښارپه بېلابيلو سيمو کې نن د تشدد په رامينځته شوؤ تازه پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي . د کراچۍ د پوليسو مشر شاهد حيات ويلي تازه پېښو کې د گل په ورځ شيعه گان او نن د نهې په ورځ سنيان وژل شوي دي . نوموړي ويلي ځينې عناصر په محرم کې ښار کې شيعه سني فسادات جوړول غواړي .
د پوليسو په وينا ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې يو کس د ډيفېنس فيز ون په سيمه کې نامعلومه وسله والو په هدف کړی دی او دې سره ورته دوه نور کسان د اختر کالونۍ په سيمه کې نامعلومه وسله والو په نخښه کړي دي .
د ښار د جنوبي سيمې د پوليسو مشراېس اېس پي منير شيخ په وينا ډيفېنس کې د وژل شوي کس پېژندگلو د جان محمد په نوم شوې او هغه د جومات مؤذن دی . او د دوه نورو کسانو پېژندگلو د طارق شا او يار محمد شا په نومونو شوې ده . پوليس وايې طارق شا د مسلم ليگ (ن) ډلې غړی دی .
د وژنو په بله ورته پېښه کې دوه نور کسان د کورنگۍ په چمړا چورنگۍ سيمه کې نامعلومه وسله والو په ډزو وژلي شوي دي . د سيمې د پوليسو په وينا وژل شوي کسان اهل سنت والجماعت ډلې غړي دي .
د پوليسو ترمخه د وژنو نورې پېښې د ښار په اورنگي ټاؤن ، لائنزايريا ، اتحاد ټاؤن او لياري په سيمو کې رامينځته شوي دي .
د کراچۍ ښار د پوليسو مشر اډيشنل ائي جي شاهد حيات ښار کې د وژنو د تازه پېښو په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي ، د پرون راسي ښار کې د فرقو په بنياد وژنې شوي دي . د شيعه سني د انښتو هڅه روانه ده . " پرون شيعه گان وژل شوي وو او نن سنيان په نخه کړی شوي دي " .
په دغو پېښو کې ککړ ځينې کسان معلوم شوي دي او ډېر زر به گرفتار کړی شي . هغه وويل په دوه ورځو کې د وژنو د تازه پېښونه دا خبره په ډاگه کيږي چې په ښار کې د سني شيعه فساد جوړ کړی شي .
نوموړي په ښاريانو غږ اوکړو چې پوليس سره په ښار کې د امن دپاره مرسته اوکړي او کوم خلک چې بدامني جوړوي هغه پوليس ته په گوته کړي . نوموړي وويل مونږ خپله په پوليس محکمه کې دننه د هغو پوليس افسرانو پرضد کارروائې کړي څوک چې د جرائم پېشه عناصرو ملگري وو. عام خلک دي هم د پوليس مرسته اوکړي .
شاهد حيات زياته کړه ځينې عناصر د محرم په محال اړی گړی جوړول غواړي خو دوۍ د بدامنۍ جوړؤنکو د مخ نيوې دپاره کلک گامونه پورته کړي دي . هغه وويل په ښار کې هدفي عمليات روان دي او د رېنجرو او پوليس ترمينځه ښې اړيکې دي .
ياده دې وي د گل په ورځ ترشپې ناوختې پورې نهه کسان د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوي وو .