حامد کرزي: طالبانو سره دنورو خبرو اترو امکان نشته

حامد کرزي: طالبانو سره دنورو خبرو اترو امکان نشته

د افغانستان صدر حامد کرزي طالبانو سره د نورو خبرو اترو امکان رد کړى او وئيلي يې دي چې ځانمرگي بريدکوونکو سره خبرې نۀ شي کيدى.
د نهې په ورځ استنبول کې ددرې فريقي سرمشريزې غونډې څخه وروسته صدر حامد کرزي وويل چې دهغوي پځايې به د افغانستان حکومت پاکستان سره خبرې دوامداره ساتي چې دغه شان دمقاومتي تشدد هوارى راوويستل شي.
په دغه کانفرنس کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري او دترکي صدر عبدالله گل هم موجود وؤ.
افغان او امريکائي چارواکي وائي پاکستان مقاومت کوونکو سره دافغان حکومت په خبرو اترو کې مهم کردار ادا کولى شي.
صدر عبدالله گل وويل پاکستان په دې خبره رضامندي څرگنده کړه چې د افغانستان د پخواني صدر برهان الدين رباني دوژنې په گډو پلټنو کې به مرسته کوي.
د افغانستان لخوا په پاکستان اوسنو اوونو کې پرله پسې په دا تورونه لگول کيږي چې پاکستان د طالب جنگيالو مرسته کوي.
ځينې افغاني چارواکي باور لري چې دپاکستان استخباراتي شبکه ائي ايس ائي 2014ء کې دائتلافي ځواکونو دوتلو څخه وړاندې افغانستان کې داثرورسوخ پيدا کولو لپاره دطالبانو او القاعده سره دتعلق لرونکې تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک ته مدد ورکوي.
افغانستان دا تور هم لگولى چې ستمبر کې دافغانستان دپخواني صدر برهان الدين رباني په وژنه کې پاکستان لاس لري، برهان الدين رباني افغانستان کې دامنيت ټينگښت لپاره طالبانو سره دجوړجاړي دعمل مشري کوله.
پاکستان دغه تورونه بې اساسه گرځولي او وئيلي يې دي چې افغان حکومت پخپلو ناکامو دپردې اچولو هڅه کې په پاکستان تورونه لگوي.
درباني دوژنې څخه وروستو دصدرزرداري او صدر حامد کرزي ترمينځ دغه لمړۍ ليدنه وه.