صدرحامد کرزى سبا اسلام اباد ته رسيږي

صدرحامد کرزى سبا اسلام اباد ته رسيږي

د افغانستان صدر حامد کرزى به سبا د جمعې په ورځ دافغاني طالبانو سره دجوړ جاړي په هڅو پاکستاني چارواکو سره خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسيږي.
پاکستان ته دخپل دوه ورځني سفر په مهال به صدر حامد کرزى دخپل پاکستاني سيال صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني سره ليدنې کوي.
حامد کرزى به پاکستاني چارواکو سره په امنيتي چارو هم خبرې اترې کوي او ټاکل شوې ددواړو هيوادونو دشريک امن کميشن غړي به هم پخپلو کې ليدنه کوي.
دغه کميشن دخارجه وزيرانو په کچه خپلې ذمه وارۍ سرته رسوي داپريل په مياشت کې افغانستان ته دپاکستاني وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دسفر په مهال جوړ کړل شوى ؤ.
داپريل په مياشت کې دوزيراعظم گيلاني سره دليدنې وروستو صدر حامد کرزي په کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وئيلي وؤ دغه کميشن ته جنگيالو سره دامن تړون کولو ذمه وارۍ سپارل شوي دي.
پاکستان د11م ستمبر کال 2001ء پورې دافغانستان دطالبانو ملاتړ کوونکى هيواد ؤ چې له دې وروستو يې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دامريکا يو ائتلافي هيواد جوړ شو.
خو ځينې امريکائي تجزيه کار وائي چې په داسې حال کې چې پاکستان دهيواد دپولو دننه طالب جنگيالو سره په جگړه بوخت دى په سيمه کې ديو بااثره هيواد دکردار لوبولو په هيله يې اوس هم افغاني طالبانو سره رابطه ساتلې ده.
افغان او لويديز چارواکي شکونه څرگندوي چې دپاکستان داستخباراتي شبکې( ائي ايس ائي) غړي دافغاني طالبانو ملاتړ کوي.
خو پاکستان تل دغه رقم تورونه رد کړي او وائي چې دتندلارو په ضد يې دجگړې ژمنه کړې او په فعاله توگه تندلاري په نخښه کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تهمينه جنجوعه هم پخپل يو بيان کې پاکستان ته دصدر حامد کرزي دسفر پخلى کړى او وائي چې ددغه سفر سره به ددواړو هيوادونو داړيکو په نور ښه کولو کې مدد ترلاسه شي.
صدر حامد کرزي پاکستان ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کوي چې يوه مياشت دمخه امريکائي ځواکونو دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن وژلى.