د هند د انتظام لاندې کشمیر کې د موبایل ټېلې فون نظام بحال کړی شو

د اگست په پنځمه نیټه د کشمیر خپلواکه حېثیت ختمولو وروسته، هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې انټرنېټ، موبایل او د ځمکني ټېلې نظام وتړلو

هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې د موبایل ټېلې فون نظام د دوو میاشتو نه د زیات ځنډ وروسته بحال کړو.

د اگست په پنځمه نیټه د کشمیر خپلواکه حېثیت ختمولو وروسته، هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې انټرنېټ، موبایل او د ځمکني ټېلې نظام وتړلو.

د گل، دوشنبې، په ورځ د هغو خلکو موبایل ټېلې فون بحال کړی شو چې خپل بلونه میاشت په میاشت ادا کوي یا پوسټ پېډ موبایلې بحال کړی شوي. پري پېډ یا د وړاندې نه د بل ادا کوونکو موبایلې لا نه دي بحال کړی شوي.

هم دغه رنگ د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې انټرنېټ لا اوس هم بند دی.

تېره میاشت لېنډ لاینز یا ځمکني ټېلې فونونه بحال کړی شو.