دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وئيلي دي پوځ په هيواد کې دجمهوري عمل ملاتړ کوي.
پوځي سرلښکر دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره اوونۍ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ته دسپريم کورټ له لوري دسزا ورکړې وروستو داپوزيشن له لوري وزيراعظم څخه په فوري توگه دمستعفي کيدو دغوښتنې شوې دي او د حکومت او د مخالفوگوندونو ترمينځ اختلافات زیات شوې دي.
په جي ايچ کيو کې يوې دستورې ته د گل په ماښام دوينا په مهال جنرال اشفاق پرويز کياني وويل " دجمهوري نظام اوليت داولس خيرښيگړه وي، دهغوي ځانونو ته پکې درناوى لرل کيږي او يوه داسې ټولنه جوړه وي چرته چې انصاف دټولو لپاره يو شان وي"
دهغه وينا وه چې ټولو رياستي ادارو ته دائين په حدودو کې دننه کار کول پکار دي.
هغه وويل چې وسله وال پوځونه په هيواد کې ديو مضبوط جمهوري نظام په تسلسل باور لري.
جنرل کياني وويل په ائين کې دقومي ادارو دفرائضو ټاکنه شوې ده او مهمه دا ده چې مونږ خپلې ذمه وارۍ په داسې انداز کې پوره کړو چې ورسره زمونږ خپل او دهيواد عکس ښه شي.
پوځي سرلښکر وويل پوځ چې خپل طاقت داولس څخه اخلي دهيواد دخپلواکۍ او تحفظ باوري کولو توان لري.
هغه دايبټ اباد او سلاله دپيښو يادونه هم وکړه او وې وئيل چې ددغو پيښو څخه وروستو ضرورت دې خبرې ته دى چې مونږ پخپلو اړيکو نظرثاني وکړو او نور دې خبرې ته مجبور کړو چې زمونږ خپلواکۍ ته درناوى ولري.
جنرل کياني وويل وسله وال پوځونه به دهاغه تگلارې پيروي کوي کومه چې دقومي خواهشاتو په رڼا کې جوړه کړل شوې وي.
پوځي سرلښکر دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستاني اولس او امنيتي ځواکونو لخوا دورکړل شوؤ قربانو يادونه وکړه.
هغه وويل چې ددغو قربانو باوجود زمونږ هيواد په جگړه کې دى او ددې هيلې څرگندونه يې وکړه چې پاکستانى قوم به ددې پړاؤ څخه بريالى اوځي.
هغه دسياچن په گياري سيکټر کې دواورې لاندې دگيرو شوؤ عسکرو يادونه وکړه او دهغوي وارثانو ته يې باور ورکړو چې دوروستي عسکر دمړي پيدا کيدو پورې به امدادي هلې ځلې دوام لري.