شهباز شریف وایي حکومت یې ټرمپ انتظامیې سره په ګډه کار کولو ته لیواله دی

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف د پاکستان اؤ امریکې تعلقاتو ته د ودې ورکولو لپاره د ټرمپ انتظامیې سره په ګډه کار کولو ته هوډ څرګند کړی دی.

د نهې په ورځ د وزیراعظم د دفتر څخه د خپور شوي بیان له مخې په پاکستان کې د امریکې چار سمبالې (ناظم الامور) نټالي بیکر د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې د اړونده خوښۍ په یو شمیر چارو خیالات تبادله کړي دي.

د بیان له مخې وزیراعظم شهباز شریف په دې لیدنه کې د لسیزو راهسې د امریکې اؤ پاکستان تر منځ د ټینګو اړیکو یادؤنه کړې اؤ ویلي یې دي چې حکومت یې د دوه اړخیزه اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د ټرمپ انتظامیې سره په ګډه کار کولو ته لیواله دی.

د لېدنې په مهال ښاغلي شریف ویلي،چې دواړه هیوادونه باید د ترهګرۍ د مخنیوي په ځانګړې توګه د داعش اؤ ټي ټي پي د وسله والو ډلو له لوري د راپېښو ګواښونو مقابلې لپاره خپلې جوختې همکارۍ اؤ مرستې دوامداره وساتي.

شهباز شریف د اړونده خوښیو په نورو چارو په ځانګړي ډول د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته په ودې ورکولو، د آي ټي، کرکېلې،روغتیا، تعلیم اؤ انرژۍ په ځانګو کې د مرستو غځولو په ضرورت هم ټینګار وکړو.

د وزیراعظم له دفتر څخه خپور شوی بیان وایي چې د امریکې چار سمبالې د وزیراعظم مننه وکړه اؤ وې ویل چې د امریکې نوې انتظامیه به هم د دوه اړخیزه اړیکو پیاوړې کولو اؤ د ګډو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان تر څنګ کار کوي.

د امریکا اؤ پاکستان اړیکې څنګه پاتې شوي؟

د پاکستان او امریکا اړیکې د تاریخ په اوږدو کې د لوړو ژورو نه راتېرې شوې دي،دا اړیکې له ۱۹۵۰م لسیزې راهیسې، کله چې پاکستان د امریکا نزدې ملګری شو، خورا نزدې وې، خو وخت په وخت د بدلونونو سره مخ شوې دي.

د سړې جګړې پر مهال پاکستان د امریکا مهم ستراتیژیک متحد و، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد پر ضد، خو د ۱۹۹۰مې لسیزې په پیل کې، کله چې امریکا پر پاکستان اقتصادي او پوځي بندیزونه ولګول، دا اړیکې ساړه پړاو ته داخلې شوې.

د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مې له حملو وروسته، امریکا له پاکستانه د ترهګرۍ ضد جګړې کې پراخه ملاتړ وغوښت، چې له امله یې دواړه هېوادونه بیا نزدې شول.

پاکستان د طالبانو پر ضد د امریکايي عملیاتو ملاتړ وکړ، خو د وخت په تېرېدو امریکا پر پاکستان تورونه پورې کړل چې په پټه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي. دا اختلافات په ځانګړي ډول پاکستان کې د اسامه بن لادن د موندل کېدو اؤ وژل کېدو وروسته نور هم ژور شول، چې امریکا د پاکستان پر استخباراتو د بې باورۍ څرګندونه وکړه.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پاکستان ته امنیتي مرستې ځنډولې وې او اسلام اباد یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی ؤ خو وروسته یې د افغانستان د طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال پاکستان سره خپلې اړیکې لږې ښې کړې وې.

په وروستیو کلونو کې، د دواړو هېوادونو اړیکې د اقتصادي، پوځي او سفارتي اندېښنو له امله یو ځل بیا د بې باورۍ ښکار دي