بل بنگال به جوړ شي، که وسني حالات د خبرو اترو د لارې سم نه شو: خواجه اصف

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په شمالي وزیرستان کې د ریاست لخوا د طاقت په کارولو نیوکې شوي او خبرداری ورکړی شوی که د اولس شکایتونه د خبرو اترود لارې و نه منل شو نو دا به د هیواد سلامتیا ته نقصان ورسوي.

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه گوند مسلم لیگ نون غړي خواجه اصف خبرداری ورکړی چې وسني حالات که د خبرو اترو د لارې سم نه شو نو د بنگال په شان حالات بیا جوړیدی شي.

په 16م دسمبر 1971کې د پاکستان 90000 پوځ په ډهاکه کې دهند پوځ ته سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شو، مشرقي برخه یې یو نوی وطن بنگله دېش جوړ شو.

تاريخ پوهان وايي د بنگال د پاکستان څخه د بیلېدلو گڼ علتونه وو، هلته خلقو ته لکه دمغربي پاکستان د خلقو په رنگه ايني او قانوني حقونه نه وو ورکړې شوي، د هغويي مورنۍ ژبه لاندې ساتل شوې وه، هلته د اولس سره ظلم کیدلو د ترقۍ رفتار د مغربي پاکستان په شان نه وو

ددغه پېښې 72 کاله ورستو په پاکستان کې پښتانه وايي د دويي سره هم لکه د بنگالیانو سلوک کیږي او په هېواد کې ورته د برابرۍ حقونه، نه ورکول کیږي

په قامي اسمبلۍ کې د وینا په وخت خواجه اصف وویل چې ریاست دې د بنگال د پېښې نه سبق زده کړي او خپلې تگ لارې دې سمې کړې، هغه وویل

"مونږ باید ومنو چې دا چې کوم شکایتونه دي‏ دا دې د خبرو اترو د لارې واوریدل شي"

هغه وویل د تیرو څو کلنو راهسې د قبايلي سیمې د خلقو حقونه وهل کږي.

د پښتون ژغورنې غورځنگ ويلي پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د غورځنگ د مخکښ مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ او گل عالم وزیر په مشرۍ کاروان د خړ کمر علاقې ته احتجاج له روان وو او په چيک پوسته پرې پوځيانو ډزې کړي دي.

پي ټي اېم وايي تر پینځوو نه زیات غړي یې وژل شوي او 40 نه زيات غړي يې ژوبل شوي دي او نور مالومات ځکه نه لري چې د پېښې سمدست وروسته هلته گرځبنديز لگول شوې او د موبايل او ټيليفون ټولې رابطې تړل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي د محسن جاوېد (داوړ) او علي وزیر په مشرۍ ډلې په چیک پوسته بريد کړی په ځوابي ډزو کې درې حمله کوونکي کسان وژل شي لس ژوبل او پينځه پوځيان هم ټپيان شوي وو.

پوځ ويلي علي وزير يې سره د اته کسانو نيولی او محسن د موقعې څخه تښتېدلی دی.