په کلاچۍ تحصیل کې د اېف سي دوه عسکر ووژل شو

اکرام الله خان گنډه پور باندې ځانمرگي حمله هم په تحصیل کلاچۍ کې شوې وه

د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ تحصیل کې په رکشه ډزو کې د فرنټیئر کانسټېبلري (اېف سي) دوه عسکر او یو ملکي کس ووژل شو.

د ځايي چارواکو په وینا د کلاچۍ په لوڼي سیمه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ حمله کې د اېف سي دوه نور عسکر زخمیان شوي هم دي.

په سمدستي توگه په اېف عسکرو د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېرو وختونو کې په سیمه کې په امنیتي ځواکونو د حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی. او امنیتي ځواکونو د وسله والو خلاف عملیات هم کړې دي.

په تېرو کلونو کې د سیمې دوه سیاسي نمایندگان اکرام گنډه پور او د هغه ورور اسرار گنډه پور په ځانمرگي حملو کې وژل شوې دي.

په کلاچۍ کې په اېف سي حمله په خېبرپښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې دریمه حمله وه.

یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان ضلع کې په دوو بېلا بېلو حملو کې د پوځ څلور عسکر وژل شوې دي.

د شمالي وزیرستان د حملو ذمه واري حزب الاحرار وسله والې ډلې منلې ده.

کلاچۍ تحصیل د ډیره اسماعیل ښار په جنوب کې ٣٠ کلومېټره په فاصله پروت دی.