د خېبرپښتونخوا حکومت د اینده مالي کال بجټ وړاندې کړو

د شمالي وزیرستان د صوبایي اسمبلۍ ازاد غړی مير کلام وزير د بجټ په اړه وایي حکومت د فاټا انضمام په وخت ولس سره ډېري ساده ژمني کړي وې لکه دري فيصدي په اين ايف سي کي برخه او هر کال سل اربه روپۍ چې حکومت پکې د لومړۍ ورځۍ نه پاتې راغلی دی

د خيبر پښتونخوا حکومت د کال دوه زره يویشتم او دوه ویشتم دپاره د زر اربه روپو نه سيوا بجټ صوبايي اسمبلۍ ته وړاندي کړو چې پکې د ترقیاتي کارونو دپاره پېسو کې لس فیصد اضافه تجویز شوي ده خو د حزب اختلاف ګوندونو په بجت تنقید وکړو، او ویې وېل صوبايي حکومت د بجټ اهداف نشي ترلاسه کولی او وفاقي حکومت صوبې ته د خپلې برخې پوره پېسې نه ورکوي.

په بجټ کي د ضم شويو (قبایلي) ضلعو دپاره په مجموعي توګه يو سل نهه نوي اربه او د صوبي نورو ضلعو دپاره نهه سوا نورلس اربه روپۍ بېلې کړی شوي دي۔

د خزاني وزير تيمور سليم جهګړا وویل بجټ د خېبر پښتونخوا د تاريخ تر ټولو لوی ترقياتي بجټ دی چې دپاره یې دري سوا يو اوويا اربه روپو وړانديزونه شوي دي۔

د خزاني وزير وویل ترقیاتي بجټ کې د تېر کال په مقابل کې لس فيصد اضافه شوي ده او سل اعشاريه دري اربه روپۍ به د صوبې په نویو ضلعو کي به مصرف کولی شي او د دې ترڅنګ دوه سوا اوويا اربه روپۍ نورو ضلعو دپاره ټاکل شوي دي.

تېمور سلیم جهګړا

تيمور سليم جهګړا دا هم وویل د وروکرونده ګرو د مالي مرستي دپاره په نوي بجټ‌ کې په ځمکو ټېکس نه دی لګول شوی او صرف لوی زميدار به په شفافه طريقه ټېکس ورکوي۔

د خزانې صوبايي وزیر وویل په نوي بجټ کي د تعليم دپاره دوه سوا اربه روپو نه سيوا پېسې بېلې کړی شوي دي،‌ په صوبه کې به ۲۱۰۰ نه زیات نوي سکولونه جوړولی شي چې له امله به په سکولونو کي يو لاک شل زره ماشومانو د داخلو ګنجایش پيدا شي.

ښاغلي جهګړا زیاته کړه د نویو سکولونوو ترڅنګ به شل زره استاذان ګمارل کېږي او په صوبه کې به ديرش ماډل کالجونه هم جوړوېږي۔

د حکومت مخالف ګوندونه په نوی بجټ سختي نيوکي کوی او وايي بجټ کي چې حکومت کومې شمېرې ښودلي دا په يو صورت کې نشې عملي کولی ځکه د بجټ زياتره برخۀ د وفاق نه ترلاسه کيږې او وفاقي حکومت صوبې نه تېر کال پوره پېسې ورکړي او او نه سږکال امکان شته چي صوبایي حکومت به دغه پېسې ترلاسه کړی شي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې د پيپلز پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړي احمد کنډي وایي ‘‘نن حکومت صرف تخميني وړاندي کړي ځکه صوبایي حکومت پنځه نوي فيصده په وفاق باندي کار روان وی، د بجلي خالصه منافع زمونږ آئيني حق دې مونږ ته پيسي نه ميلاويږي، دويمه دا خيبر پښتونخوا ته ته تيلو په پيدا وار فيډرل ايکسائز ډېوټي کوم چي اتلسم آۍيني بدلون کي ايښودي شوي هغه مونږ ته لس کالو نه ترلاسه کيږې کوم چي دۀ کال په حساب دولس اربه روپئ جوړيږې۔‘‘

د جماعت اسلامي پارليماني ليډر عنايت الله ډېوه ته وویل بجټ د اليکشن بوديجه ليدلي شې ځکه صوبایي حکومت د خپلو ممبرانو دپاره پکې فنډونه بېل کړي دي چې د واکمن تحريک انصاف د خپل منشور نفي کوي.

عنايت الله وایي پدې صوبه ډېر زيات مالي فشار دی او هغه نه ويني چې حکومت په بجټ کې کومې ژمنې کړي هغه ريښتونې دي او د تېر کال په څېر به دا واري هم ناکامي سره مخامخ وي.

د شمالي وزیرستان د صوبایي اسمبلۍ ازاد غړی مير کلام وزير د بجټ په اړه وایي حکومت د فاټا انضمام په وخت ولس سره ډېري ساده ژمني کړي وې لکه دري فيصدي په اين ايف سي کي برخه او هر کال سل اربه روپۍ چې حکومت پکې د لومړۍ ورځۍ نه پاتې راغلی دی.

خو اطلاعاتو مشير کامران بنګش وایي دوی به ټول اهداف ترلاسه کوي چې له امله به یې په صوبه کې لوی بدلون وشي.

کامران بنګش وویل بجټ ته د اليکشن بجټ وېل حقيت سره تعلق نه لري ځکه چې حکومت تېر بجټ کې ډېري فلاحي منصوبې سرته رسولي چې ژوندی مثال یې د صحت سهولت کارډ او نوري داسي يوشمير پروژي دي.

حکومت راتلونکي کال بجټ کي د سرکاري ملازمينو تنخواه کي په مجموعي توګه اووه ديرش فيصدي اضافه کړې ده او سرکاري ملازمينو ته به لس فيصدي ايډهاک مرسته ورکولی شې او کوم ملازمين خصوصي لاونس نه اخلي هغي کي به شل فيصدي اضافه کيږي، له دي ترڅنګ پنشن ترلاسه کونکو ريټائرډ ملازمينو پنشن کي لس فيصدي اضافه شوي ده۔