خېبرپښتونخوا د نویو ضلعو د زدکونکو دپاره په مېډیکل کالجونو کې چوکۍ زیاتې کړې

په مېډیکل او ډېنټل کالجونو کې د نویو ضلعو دپاره د مخصوص چوکو یا سیټونو د زیاتولو اعلان صوبايي حکومت د سیمې د زده کونکو د احتجاجونو وروسته کړی

د خېپرپښتونخوا حکومت د صوبې د نویو ضلعو یا پخوانۍ فاټا د زدګونکو دپاره په حکومتي مېډیکل کالجونو کې د چوکیو د زیاتولو اعلان کړی دی.

په مېډیکل او ډېنټل کالجونو کې د نویو ضلعو دپاره د مخصوص چوکو یا سیټونو د زیاتولو اعلان صوبايي حکومت د سیمې د زده کونکو د احتجاجونو وروسته کړی.

د خېبرپښتونخوا د داخله چارو محکمې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل د پخوانۍ فاټا ۳۳۴ زدکونکي به د حکومت په مېډیکل او ډېنټل کالجونو کې دوی دپاره په مخصوص چوکیو داخله اخیستلی شي.

د مېډیکل یا طب زدکونکي د خېبر ضلعې سهیل خان د صوبايي حکومت د فېصلې هرکلی وکړو.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې سهیل خان وویل دپخوانیو قبایلیو سیمو دپاره په مېډیکل کالجونو کې د سېټونو دپاره په احتجاجونو او سړکونو ته په راوتلو مجبور شوي وو خو وايي ښه ده چې حکومت یې غوښتنه ومنله. هغه د خپلو سیمو د پارلېمنټ د غړو هم شکریه ادا کړه چې د هغه په قول د دوی ملاتړ یې کړی و.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال فرید شینوار په رپورټ کې اورېدلی شی:

Your browser doesn’t support HTML5

خېبرپښتونخوا د نویو ضلعو د زدکونکو دپاره په مېډیکل کالجونو کې چوکۍ زیاتې کړې