په باجوړ کې په وکیلانو د حملې په سر وکیلانو کار بندېز وکړو

د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند په خپل رپورټ کې په دستوره کې د موجود وکیلانو له قوله وايي کله چې محسن داوړ د تقریر دپاره راپاسېدو نو د جماعت اسلامي ګوند د قومي اسمبلۍ پخواني غړي هارون رشید اړی ګړی راجوړ کړو او په وکیلانو یې ګزارونه وکړل

د خېبر پښتونخوا د وکيلانو تنظيم په باجوړ کې په وکیلانو د حملې په سر د احتجاج په توګه د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوله صوبه کې کاربندېز وکړو او عدالتو ته پېښ نه شول.

وکیلان وايي د خالي، شنبې، په ورځ په باجوړ کې د وکیلانو د سوګند پورته کوولو په دستوره کې چې پکې د پي ټي اېم یو مشر او د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم موجود و اړی ګړی جوړ کړی شوی و.

د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند په خپل رپورټ کې په دستوره کې د موجود وکیلانو له قوله وايي کله چې محسن داوړ د تقریر دپاره راپاسېدو نو د جماعت اسلامي ګوند د قومي اسمبلۍ پخواني غړي هارون رشید اړی ګړی راجوړ کړو او په وکیلانو یې ګزارونه وکړل.

جماعت اسلامي وايي د پېښې تحقیقات یې شروع کړي دي.

د خېبرپښتونخوا د وکیلانو تنظیم یا بار کونسل یو پخوانی چارواکي سعید خان وویل په وکیلانو د یو سیاسي ګوند د پلویانو د حملې غندنه کوي.

ارشد مومند په خپل رپورټ کې وايي چې محسن داوړ په وکیلانو د حملې په اړه ویلي دا د هغه سوچ نتیجه ده چې د لومړۍ ورځ نه د دوی مخالفت کوي او په مختلفو طریقو د دوی په لارې کې خنډان پېدا کوي.

څیړونکی خادم حسین وايي جماعت اسلامي همیشه د اسټېبلشمنټ په لاسو کې پاتې شوی ګوند دی، د جمهوري قوتونو پرځای یې د پوځې امریتونو حمایت کړی اود هغوی په خفیه جګړو کې د الې په توګه استعمال شوی دی.

د جماعت اسلامي د خېبر پښتونخوا جنرل سېکریټري عبدالواسع دا خبره رد کړه چې ګوند یې د اسټېبلشمنټ په لاس کې لوبېږي. عبدالواسع وویل د باوجوړ د پېښې تحقیقات جاري دي او په دې اړه کمېټي هم جوړه کړی شوي ده.