د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلع کې پولیس د کوکنارو غېرقانوني فصل تباه کړو

د ځايي اوسېدونکو ترمخه یوسف بابا غرنۍ علاقه ده، ځمکې کمې دي او کرونده گر د لږې ځمکې نه زیاته گټه ترلاسه کولو دپاره د ډیر وخت راهسې کوکنار کري

د خېبر پښتونخوا د مومندو ضلعې د پړانګ غار په يوسف بابا سيمه کې اوس هم په غېرقانوني توگه د کوکنارو فصل کرل کېږي خو د زيارت، پنجشنبې، په ورځ ځايي پوليسو د دغه فصل وهلو لپاره گامونه پورته کړل او په يوه لويه یې رقبه یې د ډوډې ولاړ فصل تباه کړو.

د ځايي اوسېدونکو ترمخه یوسف بابا غرنۍ علاقه ده، ځمکې کمې دي او کرونده گر د لږې ځمکې نه زیاته گټه ترلاسه کولو دپاره د ډیر وخت راهسې کوکنار کري.

د کوزه مومندو د پوليسو مشر دلفراز خان وايي چې اوس د نور کله په پرتله د کوکنارو کښت ډېر کم شوی دی او ځايي انتظاميه يې موجوده فصل د پېداوار د وخت نه وړاندې ختموي.

دلفراز خان وویل په سیمه کې وړاندې د امنیت صورتحال ښه نه و خو اوس امن راغلی او د نوي فيصده ځايونو نه دغه فصلونه ختم کړی شوی دی.

يوسف بابا سيمه باراني سیمه ده او د کوکنارو ترڅنگ پکې د غنمو کښت هم کولی شي.

يو ځايي زميدار براخان وايي چې دلته زمکې کمې دي، زميدار د غربت ښکار دي، که کوکنار وکري نو د زميدارو پکې ګزاره کېږي، که دوي غنم وکري نو دوه يا درې منه د جرېب په سر غنم کېږي خو که کوکنار وکري نو شاوخوا لس منه د جرېب په سر ګټه ترلاسه کوي.

د برا خان په وينا چې په دې سيمه کې د اسانتياو کمی دی، د صحت او تعليم سهولتونه نشته. که حکومت او انتظاميه دا اسانتياوې برابر کړي نو دوی به کله هم کوکنار ونه کري.

بل اړخ ته د خېبرپښتونخوا د کرکروندې وزير محب الله وايي چې قبايلي سيمې اوس په خېبرپښتونخوا ګډې شوي. دوي پلان لري چې د کروندې په مد کې اروبونه روپۍ خرچ کړي او هيله څرګندوي چې بيا به زميدار دغه فصلونه نه کري چې منع دي.

خو صوبايي وزير وايي چې کوکنارو د فصل په اړه په خصوصي توګه د روان کال په اړه هغه کوم معلومات نه لري.

د ملګرو ملتونو د نشيي توکو د مخنيوي ادارې د شمېرې ترمخه په پاکستان کې د ۲۰۰۶م نه تر ۲۰۱۶م پورې د کوکنارو د فصل نه ۲۵۲ټنو افيومو پېداوار شوی چې پکې تر ټولو زيات په ۲۰۰۸ کې ۴۲ او تر ټولو کم درې ټنه ۲۰۱۶ کې پېدا شوي وو