اوکرایني چارواکي وایي روس د جمعې په ورځ بېلسټیک میزایلو په وسیله د دوی په جنوبي ساحلي ښار اوډیسه کې د عامو خلکو د استوګنې پر سیمو بریدونه کړي چې وایي 20 تنه پکې وژل شوي او تر 70 زیات ټپیان شوي دي.
چارواکي تر لومړي برید وروسته چې کله ژغورونکي کسان د پېښې ځای ته د مړیو او ټپیانو د را ایستلو لپاره ورغلل پر هغوی بل برید وشو او ځینې کسان پکې ووژل شول.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي دا یو "د کرکې وړ" برید بللی او وايي، اوکرایني ځواکونه به د اوډیسه پر ساحلي ښار د میزایلو او ډرون بریدونو غچ له روسه واخلي.
ښاغلي زلنسکي پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې په اوډیسه ښار کې د مرستې او ژغورنې عملیات روان دي، خو روس ته یې ګواښ کړی او لیکلي یې دي "زموږ دفاعي ځواکونه به یقیناً په پوره هڅې سره دا ډاډ تر لاسه کوي چې روسي قاتلین زموږ منصفانه جواب محسوس کړي".
د دې سیمې ګورنر اولیه کیپر وایي، دا دوه میزایل د روس تر واک لاندې کریمیا سیمې څخه ور ویشتل شوي وو چې وایي د استوګنې پر یوه سیمه ولګېدل.
ښاغلي کیپر پر ټیلیګرام د پېښې عکسونه خپاره کړي او وایي په وژل شویو کسانو کې ځایي اوسېدونکي، یو ډاکتر او د ژغورونکو ډلې یو شامل دي، وایي اووه د ژغورونکې ډلې کسان ټپیان شوي هم دي.
ګورنر کیپر ویلي چې د پېښې په غبرګون کې نن د شنبې- خالي ورځ د ماتم ورځ ده او روس یې "یو ترهګر هېواد" بللی دی.
روس د تېر کال له نیمایي راهیسې پر اوډیسه ښار باندې بریدونه وروسته له هغه زیات کړي چې د ملګرو ملتونو او ترکي په منځګړتوب یې د سره سمندر له لارې د اوکراین غلې دانې د لېږدولو تړون پای ته ورساوه.
ماسکو د دغو تازه میزایل بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو سره له دې چې په پرله پسې بریدونو کې یې ګڼ شمېر عام خلک وژل شوي، مګر مخکې یې بیا بیا د عامو خلکو د استوګنې پر ځایونو د بریدونو خبرونه رد کړي دي.
د جمعې په ورځ اوکراین او روس دواړو دعوه کړې چې وړمه شپه یې د یو بل ډرون الوتکې ویشتلې او را غورځولې دي.
د اوکراین هوایي ځواکونو پر سوشل مېډیا په یو پوسټ کې دعوه کړې چې د روس 27 ایراني طرز ډرون یې را غورځولي دي.
د روس د دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې د اوکراین پینځه ډرون او دوه راکټونه یې د روس په جنوب ختیځه سرحدي سیمه بیلګوروډ او کالوګه سیمه کې ویشتلي دي.
د اوکراین او روس تر منځ د تشدد دا وروستۍ پېښې په داسې وخت شوې دي چې په روس کې پرون درې ورځني صدارتي انتخابات پیل شوي او داسې ښکاري چې صدر ولادیمیر پوټین به یې وګټي ځکه چې ویل کېږي خپل اکثر مخالفین یې یا ډارولي یا په جېلونو کې بند کړي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي، اې پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.