د خزانې صوبايي وزیر: د ترقیاتي منصوبو دپاره به د خېبرپښتونخوا حکومت 600 ارب روپۍ نوره قرضه اخلي

تیمور سلیم جهګړا وایې قرضې اخستل څه بده خبره نه ده خو دا چې قرضې د مجموعی امدنی د 5% نه زیاتې نه شی

د خیبر پښتونخوا د خزانی وزیر تیمور سلیم جهګړا د بجټ وروسته خبری کانفرنس ته په وینا کی وایې حکومت ې تر اوسه 300 اربه روپۍ قرضه اخستی او 600 اربه روپۍ به نوره قرضه اخلی چی په صوبه کی ترقیاتي منصوبې مکمل کړي.

د صوبائی بجټ د شمیرو مطابق راتلونکی مالي کال کې د‌پرمختیا 93.2 اربه روپۍ به د بهرنی ادارو څخه ترلاسه کولی شې
تیمور سلیم جهګړا وایې قرضې اخستل څه بده خبره نه ده خو دا چې قرضې د مجموعی امدنی د 5% نه زیاتې نه شی.
"غټی غټی ترقیاتي منصوبې یا خو د شخصې ادارو او حکومت ترمنځه په ګډه توګه مکمل کولی شې او یا د هغی دپاره د بهر نه پانګوني کیږې او که داسې نه وی نو بیا د نړیوال بینک یا د ایشیایې ترقیاتي بینک نه قرضې اخستل کیږی او دا قرضې د 50 کالو مودې دپاره وي او بیا د سود شرح هم په دې قرضو د 2% نه کمه وي او دا بده خبره نه ده."

په خیبر پښتونخوا کی د خزانی د وزارت وینا ده په مجموعي توګه دا وخت په صوبه بهرنی قرضې نزدې 900 اربه ته رسېدلې دي او په دی قرضو کی د تحریک انصاف د حکومت په 9 کالو کی 791 اربه روپې اضافه شوی د وزارت وینا ده.

د کال 2013 پوری صوبې 80 اربه روپۍ قرض اخستی وو خو په تیرو 9 کالو کی د نړی وال او ایشیایې ترقیاتي بینکونو تر سنګ د نورو ادارو څخه 791 اربه روپۍ قرضه اخستی ده چی ورباندی د توانایې،سړکونو،بی آر ټی،زراعت ، او سېل ګري ته د ودې ورکولو منصوبې روانی دی.

د اقتصاد ماهر عرفان خان وی او اې ډیوه ته وایې دا فرضې د پرمختیایې منصوبو دپاره اخستل شوی خو د صوبې وسایل کم دی او د دی د واپسی دپاره به بیا په اولس بوج اچول کیږې."د خیبر پښتونخواه حکومت چی د پرمختیا دپاره بیرونی قرضې په سود واخلې نو دا به په راتلونکی وخت کی په صوبه بوج وی او دا به بیا اولس برداشت کې د ګرانی په صورت کی او په عوامو به پراپړټی ټیکسونه، نیغ په نیغه او باالواسطه ټيکسونه به د اولس نه اخستل کیږې. "

په صوبائی بجټ کی د سوات موټر وې دپاره 37اربه روپی ایښودې شوی او چشمه رایټ بینک کنال، دیر او ډي آئی خان موټر وی هم په بجټ کی شاملې دي.