په کوهاټ کې د واده نه په انکار د یوې مېرمنې په وژنه کې تورن تن مجاهد افریدي په شارجه کې انټرپول نیولی او پاکستاني مامورینو ته یې سپارلی دی.
انټرنیشنل پولیس یا انټرپول ملزم د خالي، شنبې، په ورځ اسلام آباد ته منتقل کړو. ددې ورسته مجاهد افریدي د کوهاټ پولیس تفتیشي ډلې نه حواله شو.
د وي او ای اردو څانگې د خبر ترمخه د کوهاټ ضلعي پولیس په قتل کې د تورن تن دوی ته د سپارل کیدو تصدیق کړی دی.
په مجاهد افریدي الزام دی چې د سږ کال د جنورۍ د میاشت په ٢٧ مه نیټه یې خپله گاونډۍ عاصمه راني په دې وجه قتل کړه چې هغه سره یې د واده نه یې انکار کړی و. عاصمه راني د میډیکل یا د ډاکټرۍ طالب علمه وه.
ورسته مجاهد افریدي د عمرې په ویزه سعودي عرب او د هلته نه شارجې ته لاړ.
ویل کيږي عاصمه راني د مرگ نه څو شېبې وړاندې ریکارډ شوي یو وډیو کې د مجاهد افریدي نوم اخیستی و چې په هغې یې ډزې کړې وې.
ملک نه د مجاهد افریدي د د فرار ورسته، د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای د خېبر پښتونخوا پولیس په غوښتنه انټرپول سره رابطه وکړه او انټرپول د هغه د گرفتارۍ وارنټ جاري کړو.