د سود شرح کمه شوې, خو د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکان وايي دوي ته به کومې ګټې ورنه کړي

د خېبرپښتونخوا د ماربلو د روزګار سره تړلي خلک او د کارخانو مالکان وايي، د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرح-کچه کې کمی او د قرضو په مد کې اسانتياوې به دوي ته کومې ګټې ورنه کړي ځکه چې د صوبې زياتره بېنکونه کارخانه دارو ته قرضې د مرکزي بېنک د قانون مطابق نه ورکوي او زيات سود ترې اخلي.

دا له هغې وروستو چې د پاکستان مرکزي بېنک د سود په شرح کې دوه فيصده کمی اعلان کړی او د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړی شوي ده.

د دې ترڅنګ مرکزي بېنک کارخانه دارو ته د قرضو په واپسۍ کې د يو کال موده غځولې هم وه او د نوو قرضو لپاره يې د سود شرح هم راکمه کړې.

د پاکستان د ماربلو د کارخانو د سازمان يا پاکستان ماربل اېسوسي اېشن مرستيال مشر اصغرخان اتمانخېل وي او ای ډيوه ته وويل، په صوبه کې د بېنکونو له خوا د سختو شرطونو او په کاغذي تقاضو کې د ستونزو له امله دوي ته په قرضو کې مشکلات رامخې ته دي، هم دا وجه ده چې د دې زياتره ګټه د سند او پنجاب صوبو د کارخانو مالکان ترلاسه کوي.

هغه وايي د اېس اېم اي يا وړو کاروبارانو لپاره په شپږ فيصده قرضې ورکول کېږي خو د صوبې شخصي بېنکونه په دې شرطونو قرضې نه ورکوي، په بېنکونو کې پېسې ډېرې دي خو ګټې يې دوي ته نه بلکې د نورو صوبو خلکو ته رسېږي.

نوموړی زياتوي چې د بېنکونو له خوا په نوو قرضو کې د سود شرح کمه کړې شوې خو له بده مرغه د کرونا وايرس له امله دوي نه شي کولی چې د دې اسانتياو کومه ګټه ترلاسه کړي.

خو د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې عمومي سېکتر ظاهر شاه د مرکزي بېنک دغه ګام ستايي او هيله څرګندوي چې د دې سره به روزګار ته وده ترلاسه شي.

د خبره د ذکر وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله زياتره کاروبارونه تړل شوي وو خو د خېبرپښتونخوا حکومت د ځېني شرطونو سره د ځينو کاروبارونو د پرانستلو اجازه ورکړې چې داسې معاشي تاوان باندې قابو ومومي.