خېبر پښتونخوا کې ماشومانو ته ګېډې چینجو پرضد دوا ورکولو کمپاېن پېلیږي

Your browser doesn’t support HTML5

د خيبر پښتونخوا ۲۲ ضلعو کې د ګل دورځې نه ماشومانو ته د ګېډې د چینجو پرضد دوا ورکولو کمپاېن پېلیږي. د ماشومانو د ناروغیو یو ماهر ډاکټر باور شاه وي او ای ډیوه ته وايي، د ګېډې چینجي ماشومان په جسماني او ذهني توګه کمزورې کوي او دوي ډیر په اسانه په نورو ناروغیو هم اخته کیږي.
د خيبر پښتونخوا ۲۲ ضلعو کې د ګل دورځې نه د پینځو کالو نه تر پینځلسو کالو پورې ماشومانو ته د ګېډې د چینجو پرضد دوا ورکولو کمپاېن پېلیږي. د ماشومانو د ناروغیو یو ماهر ډاکټر باور شاه وي او ای ډیوه ته وايي، د ګېډې چینجي ماشومان په جسماني او ذهني توګه کمزورې کوي او دوي ډیر په اسانه په نورو ناروغیو هم اخته کیږي. د پښتونخوا د صحت محکمې کوارډنېټر ډاکټر عطا الله وايي کمپاین کي به۷۸ لکه ماشومانو ته دارو ورکول کیږي. په دې موضوع نور حال د مدثر شاه او هاشم علي په دې رپورټ کې وګورئ.
خېبر پښتونخوا کې ماشومانو ته ګېډې چینجو پرضد دوا ورکولو کمپاېن پېلیږي