د خیبر پښتونخوا نوی حکومت او د ترهګرۍ او امنیت چیلنجونه

بهروز خان
په پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د ټولو زیات اغیزمن شوي دوه سیاسي ګوندونه پاکستان پیپلز پارټي او عوامي نیشنل پارټي د تیرو انتخابونو په نتیجه کې خپل مقبولیت د لاسه ورکړی. که څه هم پیپلز پارټي په سنده صوبه کې په غټ اکثریت ووټ ګټلې خو د ملک په نورو برخو کې ډیر په خرابه توګه انتخابات بایللي دي. ولی بیا هم په قامي اسمبلۍ کې د نواز شریف د مسلم لیګ نه پس دویمه غټ پارلیماني ګوند دی. د ترهګرۍ په جنګ کې يې د پارټۍ مشره او د پاکستان دوه ځله منتخبه وزیراعظمی بینظیر بهټو ژوند هم د لاسه ورکړی. د دواړه ګوندونو د تیر پینځه کاله دورې غټه ستونزه د ملک امن امان سنبهالول وو. چې ترهګري پکې د ټولو په سر کې وه. بلې خوا د بلوچستان د آزادي غوښتونکي هم د پیپلز پارټۍ مرکزي حکومت کوم سیاسي روغې جوړې ته چمتو نه کړی شو ځکه چې د بلوڅو په اړه فیصلی سیاسي حکومت کمې او پوځې قیادت زیاتې کوي. د ترهګرۍ د لاسه د ملک اقتصاد ته زیات ورسید او د اقتصاد ودې ته ډیره لږه توجه ورکړی شوه. اقتصاد پوهان وايي د ښه اقتصاد لپاره امن ړومبې شرط دی.
خو د بلی خوا عوامي نیشنل پارټۍ که اووایو چې د پارلیماني سیاست نه بیخي یو خوا ته کړی شوه نو غلط به هم نه وي. او دا په داسې حال کې وشوه چې دغې ګوند د ترهګرۍ په ضد جنګ کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړی. هم يي د پارلیمان غړي او هم کار کونکي چې شمیر يي تر ۸۰۰ پوری حسابیږي. د ترهګرو د بریدونو ښکار شو. عوامي نیشنل پارټي د صوبې نه د قامي اسمبلۍ د عمومی څوکو چې شمیر يي ۳۵ دی فقط یوه څوکۍ تر لاسه کړه. او دغه شان صوبه پښتونخوا د اسمبلۍ په ۹۹ عمومي څوکوکې يي پینځه څوکۍ ګټلي دي.
دا هم یوه ښکاره خبره ده چې د عمران خان پاکستان تحریک انصاف خو په نورو صوبو کې ډیره ښه نتیجه لاس ته نه ده راوړي، ولی په پښتونخوا کې ۱۷ د قامي اسمبلۍ او د صوبايي اسمبلۍ ۳۵ څوکۍ ګټلي دي. د عوامي نیشنل پارټۍ د تیر پینځه کاله اقتدار داڅی ښکاري ددغه پارټۍ د غیر مقبولیت سبب ګرځیدلی وي. خو بیا هم دغه فارموله نه خو په سنده کې د پیپلز پارټۍ یا متحده قامي مومنټ او یا بیا په پنجاب کې د نواز شریف د مسلم لیګ د تیر پینځه کاله اقتدار په اړه څه وزن لري. د پاکستان پیپلز پارټۍ او عوامي نیشنل پارټۍ د اداري فساد او بډو رشوتونو په تور په تیر انتخابي مهم کې بدنامي موندلې ده او د سیاسي ګوندونو د اعتراضونو او ګیلو سره سره چې لکه د نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو دوي ته په انتخابي مهم کې په آزاده توګه موقع نه ده ورکړی شوی.
یو تپوس دا هم پورته کیږي چې په انتخابي مهم کې تر ټولو لويې د اداري فساد او بډو رشوتونو په ضد “The Mighty Man” عمران خان سره وس ښه موقع په لاس ورغلې چې د حکومت جوړولو سره سم د تیر پینځه کاله د حکومت برخه سیاسي ګوندونه د قانون شکنجې ته راوړي. او هغه تورونه چې يې د اتخابي مهم په وخت لګول د اولس په مخ کې عدالت د لاری راوړي. او که چری دغه کار ونه کړی شي نو په راتلونکي کې به په سیاسي میدان دا دوي ناکامي وګنړل شي.