د پاکستان حکومت عدالت ته خواست کړی چې د کلبهوشن یادیو لپاره وکیل مقرر کړي

د پاکستان حکومت د اسلام اباد ستر عدالت ته درخواست ورکړی دی چې د جاسوسۍ په تور کې سزاوار کړي هندوستاني کلبهوشن یادیو ته دې وکیل مقرر کړي.

د انصاف نړیوال عدالت پاکستان ته ویلي وو چې کلبهوشن ته دې د خپلې سزا په ضد اپیل پوره حق ورکړي.

د پاکستان حکومت واي یادیو ته د اپیل حق یې د انصاف د نړیوال عدالت د غوښتنو سره سم دی.

خو په تیرو دوه اونو کې د پاکستان د باندینو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې یادیو د خپلې سزا خلاف اپیل نه کول غواړي بلکې د بخښنې خواهش لري.


کلبهوشن ته په پاکستان کې د هند لپاره د جاسوسۍ په تور کې پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې ده.
د مطبوعاتو تر مخه په اسلام اباد کې د پاکستان د باندینو چارو د وزارت چارواکي زاهد حفیظ مطبوعاتو ته ویلي وو چې پاکستان د امن د نړیوال عدالت د فېصلې په رڼا کې یادیو ته د خپل هیواد د نماینده ګانو سره د لیدلو اجازت ورکړی وو او هغه ته یې اجازت ورکړې ؤ که د خپلې سزا په ضد وغواړي نو د اسلام اباد په ستر عدالت کې اپیل کولی شي.
البته زاهد حفیظ دا وویل کلبهوشن د خپلې سزا په ضد د رحم کولو ارزومند دی.
د پاکستان دعوا ده,,کلبهوشن د هندي سمندري ځواک افسر دی او هغه د هندي خفیه ادارې را لپاره کار کولو خو هند دغه تورونه ردوي.

هند واي کلبهوشن د نیوي ځواک پخوا پرېښودی ؤ او د را سره هیڅ تعلق نه لري.

د هند دپاره په جاسوسۍ تورن کلبهوشن ياديو په اړوند د انصاف نړیوال عدالت تېرکال خپله فېصله اورولې او ويلي يې ؤ چې په جاسوسۍ تورن هندي وګړی کلبوشن یاديو ته ورکړل شوې د مرګ سزا ته دې بیا له سره کتنه وکړي او دا چې ورته ډیپلوماټي لاس رسی ورکړي.

د هندوستان خارجه وزارت د نړيوال عدالت دا حکم ستايلی ؤ چې پاکستان ته يې امر کړی چې د ياديو په اړه شوې د پوځي عدالت فېصلې ته دې بيا کتنه وکړي، او د ويانا کنونشن د تړون لاندې دې نوموړي ته سفارتي لاس رسی ورکړی شي.

نړیوال عدالت ويلي د ویانا د تړون د 36 مادې له لاندې دې د ښاغلي یاديو حقونه خوندي وساتل شي.

که څه هم هند ډېره تمه لرله چې نړېوال عدالت به دغه سزا وځنډوي او هم به کلبوشن یاديو ته دا اجازه ورکړی چې خپل هېواد ته ستون شي، خونړيوال عدالت پخپله فېصله کې د هندوستان دغه غوښتنې ونه منلې.