کندوز: د پولیسو په مشر ځانمرګي برید شوی

د افغانستان کندوز ولایت کې نن (خالي / شنبې) ماښام د کندوز په امنیه قومندان هغه همال ځانمرګي برید تر سره شوی کله چې نوموړي د خبریالانوسره د جګړې په اړه خبرې کولې.

د کندوز ولایتي شورا یو غړي غلام رباني وي او ای ډیوه ته ویلي دغه ځانمرګي برید د خالي یا شنبې په ماښام ۶ بجې د کندوز ښار په مرکزي چوک یا څلور لاري کې د امنیې په قومندان منظور ستانکزۍ تر سره شوی. غلام ربانی زیاته کړې په برید کې نژدې لس تنه وژل شوي او پېنځه نور ژوبل شوي.

د کندوز ولایتي شورا غړي ترمخه دغه برید هغه وخت شوی کله چې د امنې قوماندان منظور ستانکزۍ د خبریالانو سره خبرې کولې. نوموړي ویلي ځانمرګي برید کونکي هم د خبریال په جامو کې د چاودنې ځاې ته ځان رسولی. غلام رباني ویلي په دغه برید کې د امنیې قومندان ژوبل شوی او د نوموړي ویاند په دغه برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم رسنیو ته په لیګل شوي یو پېغام کې د برید پخلی کړی او زیاته کړې يې ده چې په ځانمرګي برید کې د امنيې قومندان په شمول پېنځه تنه نور ژوبل شوي دي.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې د دغه برید حدف د کندوز ولایت د امنه قومندان وو او ادعا يې کړې چې د پولیسو مشر په دغه برید کې وژل شوی.

په کندوز کې د افغان امنیتي عسکرو او طالبانو تر منځه تیره شپه جګړه په داسې مهال پېل شوې چې په قطر کې د افغان طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیل زاد تر منځه د سولې د خبرو اترو ۹ پړاو روان دی.

د ننۍ جګړې وروسته ښاغلي خلیلزاد په ټوېټر په یو پېغام کې لیکلي چې په دوحه کې يې د طالبان مشرانو نه غوښتلي چې تشدد دې نور ودرول شي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ مشر جنرال ملر نن کندوز ته تللی چې د ښار بیرته نیولو لپاره د افغان عسکرو کمک وکړي. نوموړي په یو بل ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې به جګړ هغه وخت ختمیږي چې ټولې ډلې يې ختمول وغواړي او جنګ پریږدي.

سرچینې دعوه کوي چې دکندوز ښار په زیاترو برخو کې طالبان په لارو کوڅو کې مورچه شوي اؤ امنیتي ځواکونه پرې ډزې کوي چې له امله یې عام خلک پخپلو کورونو کې بند پاتې شوي اؤ دسیمې یو شمیر اوسېدونکو امریکا ته غږ ته ویلي چې دهغوئ ژوند ته سختې خطرې پېښې دي.

برتانوي خبري شبکه بي بي سي وایي دافغانستان په شمال ختیز کې کندوز دافغانستان تر ټولو ستر ښار دی چې دستراتیژیکي اړخه دټرانسپورټ یوه مهمه لاره ګڼل کیږي.

په کال ۲۰۱۵م کې هم طالبانو په کندوز ښار سخت بریدونه کړي وؤ اؤ ددغه ښار واک یې پخپل لاس کې اخستې ؤ خو څو ورځې وروسته بیا دنړیوالو ځواکونو په کمک دکندوز ښار د طالبانو له منګولو څخه ازاد کړل شو.