کرمه ايجنسي : دډرون بريد کې 11 جنگيالي وژل شوي دي

کرمه ايجنسي : دډرون بريد کې 11 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دگل په ورځ دبې پائيلټه شکمنو جاسوسي الوتکو لخوا ترسره شوؤ ميزائيلي بريدونو کې لږ ترلږه 11 جنگيالي وژل شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا تيره مياشت دالقاعدې دمشر اسامه بن لادن دوژنې وروستو زياته چټکتيا راغلې ده.
د يو راپور ترمخه په روانه مياشت کې په قبائيلي سيمو ترسره شوؤ دډرون بريدونو کې خواؤشا 77 کسان وژل شوي دي.
په دغو بريدونو کې زياتره په جنوبي او شمالي وزيرستان کې ترسره شوي. خو د گل په ورځ بريد په کرمه ايجنسۍ کې ترسره شوى دى يو استخباراتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط بهرني خبري اژانس سره ددغه بريد په حقله وويل چې دډرون لخوا دمقامي تندلاري کمانډر فضل سيد په ځاله خرډنډ سيمه کې په دوؤ مرکزونو او يو گاډي څلور ميزائيلونه داغل شوي دي.
سيد دافغاني طالبانو دحقاني دډلې سره تعلق لري او دغه ډله په افغانستان کې ميشتو امريکائي ځواکونو باندې بريدونو کې ککړه بللى شي.
يو بل استخباراتي چارواکي وويل چې بريد کې يوولس تندلاري وژل شوي او دهغوي څخه 9 افغانان دي چې گمان کيږي دحقاني دډلې سره تعلق لري.
کرمه دډرون بريدونو غيرعمومي هدف دى چې په دغه قبائيلي سيمه دډرون دبريد څخه په شمالي او جنوبي وزيرستان کې دموجودو جنگيالو په ضد دډرون بريدونو دلمنې پراخيدو اشاره ترلاسه کيږي.
امريکا عموماً په ډرون بريدونو دتبصرې څخه ډډه کوي خو دعهديدارانو وينا يې ده چې ډرون دپاکسان په قبائيلي سيمو کې دموجودو القاعده او طالب جنگيالو په ضد يوه موثره وسله ده.